ایران د بریتانیې او اروپايي ټولنې بندیزونه «غیرعادلانه» بللي
۱۴۰۳ آبان ۲۹, سهشنبهد ایران د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبه په ورځ اعلان وکړ :«لکه څنگه چې د اوکراین ولسمشر منلي دي چی هیڅ ایرانی بالستیک توغندی روسیې ته نه دی استول سوی، نو له دې کبله دایران په وړاندي د اروپايي ټولنې او بریتانیې له خوا د بندیزونو د وضع کولو اقدامات د توجیه وړ نه دي.»
دایران د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د خپلو خبرو په دوام وویل چې دغه بندیزونو «د ایرانیانو پر منافعو او بڼسټیزو حقونو» منفي اغیز کړی او «له بشري حقونو څخه د سیستماتیکې سرغړونې ښکاره مثالونه» دي.
اروپايي ټولنې او بریتانیې د دوشنبه په ورځ د تهران په وړاندې خپل بندیزونه پراخ کړل. دغه تعزیرات د نورو ترڅنگ د بیړۍ چلولو هغو ملی شرکتونو او همدارنگه کښتیو او بندرونو ته متوجه دي چې گومان کیږي د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د انتقال له پاره ورڅخه کار اخیستل کیږي.
د بریتانیې د بهرنیو چارو وزارت د رپوټ له مخې ، دغه هیواد د نورو ترڅنگ د «ایران ایر» د دولتي هوایی شرکت او د ایران د بیړۍ چلولو د دولتي شرکت شتمنۍ کنګلوي. لندن دغه شرکتونه، روسیې ته د بالستیک توغندیو او نورو پوځي تجهیزاتو په استولو تورن کړي دي.
په همدې ترتیب، د اروپايي اتحادیې په نوو بندیزونو کې د ټولو هغو قطعاتو د صادارتو منع کول شاملیږي چې ایران کولای سي له هغوی څخه د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د تولید او پراختیا له پاره استفاده وکړي. سربیره پردې اروپایی ټولنې له ټولو هغو بندرونو سره تجارت تحریم کړ چی روسیې ته ددغه ډول ټکنالوژیو د استولو له پاره استفاده ورڅخه کیږي.
د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کی د اوکراین په وړاندي د روسیې د یرغلیزې جگړې له پیل راهیسي، مسکو او تهران د اقتصاد، انرژۍ او وسلو په برخه کې له پخوا زیات سره نیژدې سوي دي. اوکراین تقریباً هره ورځ د «شاهد» د بې پیلوټه ایراني الوتکو په مرسته، د روسیې تر برید لاندي راځي.
(AFP) gp, bs