ایراني چارواکی: په ورځني ډول له ۳۰۰۰ ډیر افغانان اخراجیږي
۱۴۰۳ آبان ۱۳, یکشنبهپه ایران کې د ایرنا په نامه دولتي خبري اژانس راپور ورکړی د ایران د خراسان رضوي ولایت د اتباع او مهاجرینو چارو مشر حسن شرافتي زاد، ویلي چې هره ورځ له درې زرو څخه زیات افغان کډوال د دوغارون له پولې افغانستان ته اخراجیږي. هغه ویلي: «اوس مهال هره ورځ له درې زرو زیات غیر قانوني اتباع نیول کیږي او د قانوني مراحلو تر بشپړولو وروسته، د اړوندو ادارو لخوا د دوغارون له پولې خپل هېواد ته بېرته ستنول کیږي.»
دغه ایراني چارواکي یاد خبري اژانس ته همدا راز ویلي چې د دوغارون نړیواله پوله د افغان اتباعو له پاره د اخراج مهمه دروازه ګڼل کیږي. سربیره پر دې، نوموړي همدا راز د افغان مهاجرینو له پاره د یو کمپ د جوړولو له وړاندیز شوې سیمې څخه هم لیدنه کړې ده.
د ایران د خراسان رضوي ولایت د اتباعو او مهاجرینو چارو رئیس څرګنده کړې چې د غیر قانوني افغان وګړو له پاره په دې رسمي پوله کې د یو کمپ جوړول کولی شي د هغوی په تنظیم او وضعیت کې اغیزمن ګام ثابت شي. هغه زیاته کړې چې د دې کمپ لپاره ۲۰ هکتاره ځمکه په پام کې نیول شوې او د هیواد او ولایتي ادارو مرسته او همکاري ته اړتیا لري.
دغه ایراني جګپوړي چارواکي همدا راز ټینګار کړی چې د غیر قانوني اتباعو پېژندنه او له ایران څخه اخراج د دې کال تر پایه پورې تر ټولو مهمه برنامه او یو لومړیتوب دی. د هغه په وینا، د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پروسه د ایران له ۱۱ ولایتونو څخه تر راټولیدو وروسته د دوغارون ستراتیژیکې پولې له لارې افغانستان ترسره کیږي. هغه زیاته کړې چې د روان لمریز کال له پیله تر اوسه د خراسان رضوي له ولایته د افغان کډوالو اخراج ۴۰ سلنه زیات شوي دي.