1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران: د ډبرو سکرو کان کې چاودنې لږ تر لږه ۳۰ تنه وژلي

۱۴۰۳ مهر ۱, یکشنبه

د ایران په ختیځ کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې په پایله کې لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شوي. د رسنیو په حواله ۲۰ تنه لادرکه او ۱۷ نور ټپیان دي. د ایران ولسمشر د پيښې په اړه د تحقیقاتو امر کړی دی.

https://p.dw.com/p/4kwgy
امبولانسونه د ټپیانو روغتون ته د لیږدولو له پاره د کان مخې ته ولاړ دي
د طبس د ډبرو سکرو په معدن کې د ګازو د لیک کیدو له کبله چاودنه کې لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شويانځور: Isna

د ایران دولتي رسنیو د یکشنبې (د سپټمبر میاشتې ۲۲ نیټه) په ورځ اعلان وکړ چې د طبس د ډبرو سکرو په معدن کې د ګازود لیک کیدو له کبله چاودنه کې لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شوي او تر ۲۰ ډیر نور لادرکه دي.

د ایرنا رسمي خبري اژانس مخکې تر دې د ۱۹ کسانو د مړينې خبر ورکړی و، خو وروسته یې خبر ورکړ چې د طبس معدن د قربانیانو شمیر ۳۰ تنو ته لوړ شوی دی.

د سویلي خراسان والي جواد قناعت دولتي تلویزون ته وویل چې ژغورونکې عمله په کان کې د ۲۲ بند یا ایسار پاتې شوو کسانو د ژغورنې په هڅه کې ده.

د ایرنا د رپوټ پر بنسټ چاودنه تیره شپه ۹ بجې رامنځته شوې، په داسې حال کې چې ۶۹ تنه کارګر په دغه ځای کې موجود ول. د دغه خبري آژانس په حواله ۱۷ تنه ټپیان شوي دي.

چارواکي انديښنه لري چې کیدای شي د قربانیانو شمیر لوړ شي، ځکه د هغوي په وینا د ایسار پاتې شوو کسانو د ژوندي پاتې کیدو چانس لږ ارزول کیږي.

ویل کیږي چې د میتان ګازو لیک یا خپریدل د معدن په دوو بلاکونو کې د انفجار سبب شوی دی.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له دولتي تلویزون سره په خپلو خبرو کې چې د ملګرو ملتونو سازمان عمومي غونډې ته له روانیدو مخکې یې کړې وې، د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ویلی او د دې خونړۍ پيښې په اړه یې د تحقیقاتو امر کړی دی.

په ایران کې مخکې تر دې هم د ډبرو سکرو په کانونو کې د ګازو د انفجار پيښې رامنځته شوي دي چې کارګرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

د افغانستان په کانونو کې د چین علاقمندي

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب