1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستانه د ډبرو سکرو قاچاق

۱۳۹۸ مرداد ۱۸, جمعه

د څارونکو په اند له اوږدو کلونو راهيسې پاکستان ته په ناقانونه توگه د ډبرو سکاره قاچاقيږي او وايي چې د پخوا په څیر دغه لړۍ اوس هم روانه ده. د څارونکو په خبره په ورځني ډول شاوخوا ۱۰۰ لارۍ پاکستان ته قاچاقیږي.

https://p.dw.com/p/3NaEk
Bergwerk in Afghanistan Provinz Samangan ARCHIV 2012
انځور: Qais Usyan/AFP/Getty Images

په افغانستان کې د قيمتي کاڼو کانونو تر څنګ د ډبرو سکرو په هکله هم انديښنې شته چې په ډير لوړ شمير کې پاکستان ته په ناقانون ډول لیږدول کيږي. د کانونو په برخه کې د څار سازمان مشر سيد اکرام افضلي وايې چې د ډبرو سکاره په افغانستان کې د بيلا بيلو حکومتو په وخت کې استخراج شوي او اوس هم دغه لړۍ روانه ده.

د هغه په نظر له تيرو اتلسو کلونو راهيسې د ډبرو سکرو استخراج په ناقانون ډول روان دی او (په خواشينۍ سره) چې په دې کې درې ډلې لاس لري، يعنې ځای خلک، وسله وال مخالفین او ناقانونه بې مسئوليته وسله وال، چې په دغه ډول کيندنو کې لاس لري.

د ده په خبره د ډبرو سکرو بار وړونکې لارۍ د تورخم له لارې پاکستان ته تيريږي: «زموږ د معلوماتو له مخې د ورځې شا او خوا د سلو لاريو په اندازه ډبرو سکاره له افغانستان څخه پاکستان ته ليږدول کيږي. چې دا يو ستر زيان دی. په خواشينۍ سره چې د افغانستان حکومت په دې برخه کې د مخنیوي له پاره کوم خاص تدابير نه دي نيولي.»

د کانونو او پترولیم وزارت په دې برخه کې د تدابیرو نيولو او خپلو کوښښونو څخه يادونه کوي. د کانونو او پتروليم وزارت د اطلاعاتو رئيس او وياند عبدالقدير مطفي وايې: «موږ په دې برخه کې په تفکيک سره کار کوو، تر څو د دې ناقانونه کيندنو مخه ونیسو. موږ توانیدلي يوو چې د افغانستان صنعتي سکتور ته د اغیزمنې ګټې اخیستنې له پاره يو ځانګړې ميکانيزم جوړ کړو.»

afghanische Kohlenmine
انځور: Paula Bronstein/Getty Images

هغه زياتوي: «د دې تګ لارې له مخې موږ د محافظت يوه کميټه جوړه کړې چې دنده يې ده، "د افغانستان د کانونو ساتنه، د ناقانونه کيندنو مخ نيوی او قانونې قراردادونه ترويجول." په دې سره به خلک وکولې شي له دغې سکتور نه ګټه واخلي.»

د مطفي په خبره چې ډيرې ستونزې په شمال کې شته، ځکه چې هلته په خپل سر کيندنې روانې دي، لکه په دره صوف کې. هلته مو د ساتنې کميټه ګمارلې چې ډير ژر به د امنيتي قواو له خوا د دغه ډول پر خپل سر کيندنو مخه ونیسو.

ځاي اوسیدونکي هم روان حالات څارې او نيوکې پرې لري. د بغلان يو اوسیدونکی، عبدالصبور فتاح وايې چې دلته په ډيرې بې دردۍ سره کانونه کيندل کیږی، په هغه سیمو کې چې د قیمتي تیږو او نورو موادو، لکه د تیلو او د ډبرو سکرو کانونه شته، په همدې سیمه کې د هغو کسانو له خوا چې په دغه ناقانونه کيندنو کې لاس لري، نا امنۍ ته لاره هواريږي. عبدالصبور په دې اړه وايې: «د سکرو ناقانونه ليږد د پاکستان پر لور له اوږدې مودې راهیسې دوام لري او دا کومه نوې خبره نه ده.»

Afghanistan Kabul Geschäftsmann inspiziert Lapis Lazuli Steine
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د ډبرو سکرو کانونه د افغانستان په شمال کې لکه بغلان، سمنګان، جوزجان او همدا ډول تخار او هرات کې شته. له کانونو څخه د عوايدو په هکله ښاغلې مفطې وايې: «موږ شا او خوا په کال کې یو ميليارد افغانۍ عوايد لرو، خو دغه عوايد څو چنده زياتیدلی شي، که موږ وکړای شو هغه قراردادونه چې موږ يې غواړو په دغه سکتور کې د پوتنشيل او ظرفيت له مخې وکاروو.»

خو د ډبرو سکرو پر ناقانونه ليږد باندې نيوکې پر ځای پاتې دي او څارونکې د کانونو غيرقانوني کيندنو په اړه انديښنه لري. د کانونو د څار سازمان ريس سید اکرام افضلي وايې، چې دغه په سکرو بار لارۍ پر لويو لارو لیږدول کيږي او هره یوه لارۍ چې تيريږي، په بیلا بيلو سیمو کې پيسې ورکوي. په همدې ډول قيمتي کاڼې او نور هم وړل کيږي.

دی وايې، داسي انديښنې هم شته چې په دې ورځو کې پرې بحث روان دی، چي داسي نه چې هغه ناقانونه کيندنې چې کيږي هغې ته قانونې بڼه ورکړل شي او دغه کسانو ته اجازه ورکړل شی چې دغه کیندنې وکړي: هغه وويل: «ويل کيږي چې پر دې کانونو به يو تکس يا ماليه وضع کيږي چې دا يو ناقانونه کار ته قانوني بڼه ورکول دي.»