د لبنان حزب الله د ابراهیم عقیل وژل کیدل تائید کړ
۱۴۰۳ شهریور ۳۱, شنبهد فرانسې خبري آژآنس د رپوټ پر بنسټ، د لبنان د حزب الله ډلې د ابراهیم عقیل وژل کیدل تائید کړي دي.
ابراهیم عقیل د حزب الله ترهګرې ډلې د عملیاتو مشر، د رضوان په نوم واحد «ریښتینی» ، او د «فتح الجلیل طرح» قوماندان و، چې د جمعې (د سپټمبر میاشتې ۲۰ نیټه) په ورځ د دغې ډلې له یو شمیر نورو قوماندانانو سره د لبنان پر پلازمېنې بیروت د اسرائیلد هوایي ځواکونو په برید کې ووژل شو.
د اسرائیلي پوځ تر هوایي حملې وروسته، د دغه هیواد د پوځ ویاند دانیل هاګاري د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د حزب الله د دغه لوړ پوړي پوځي قوماندان د وژل کیدو تائید ترڅنګ وویل: «مونږ هغه کسان چې هره ورځ د توغندیو د توغولو مسئول ول، په نښه کړل.»
د هاګاري په وینا ابراهیم عقیل د رضوان ځواکونو له نږدې لس تنه لوړپوړو قوماندانانو سره یو ځای ووژل شو.
ابراهیم عقیل چې په «تحسین» مشهور و، د «جهاد شورا» په نوم د حزب الله یو له تر ټولو لوړ پوځي بنسټ غړی و.
مخکې تر دې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دحزب الله د دغه لوړپوړي قوماندان په هکله د داسې معلوماتو ورکوونکي کس ته چې د ده د نیول کیدو سبب شي، ۷ میلیونه ډالره انعام ټاکلی و.
د نړیوالې ټولنې له خوا له زغم څخه د کار اخیستې غوښتنو سربیره د اسرائیلي ځواکونو او حزب الله ترهګرې ډلې ترمنځ متقابل بریدونه دوام لري. دې موضوع په سیمه کې د جګړې لمن پراخیدو په اړه نړیواله ټولنه په جدي توګه انديښمنه کړې ده.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا