د سوات د ترهګرۍ ضد محکمې قاضي له خپلي کورنۍ سره وژل شوی
۱۴۰۰ فروردین ۱۶, دوشنبهد اسوشيتد پريس خبري آژانس په حواله د پوليسو يوه افسر شعيب خان ويلي چې قاضي آفتاب احمد افريدی له خپلې کورنۍ سره له سوات څخه اسلام آباد ته پر لاره وو.
شعيب خان وويل چې په دې بريد کې قاضي، د هغه ميرمن او دوه اولادونه چې يو یې دوه کلن وو، وژل شوي دي.
په دې پېښه کې چې تر اوسه یې چا پړه نه ده منلې د نوموړي قاضي دوه ساتونکي سخت ټپيان شوي دي.
په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد محکمې په دغه هيواد کې د ترهګرۍ قضيو ته د رسيدګۍ په موخه څو کاله تر مخه رامنځته شوي دي، خو انتقاد کوونکي وايي چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد پراخ قوانين د هيواد د پوځ له خوا د مخالفينو د خاموشه کولو له پاره هم کارول کيږي.
په پاکستان کي ۶ کان کیندونکي وژل سوي
افريدی دوه کاله ترمخه د سوات د ترهګرۍ ضد محکمې د قاضي په توګه ګومارل شوی وو.
د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم د فيسبوک له لارې د قاضي آفتاب احمد افريدي او د هغه د کورنۍ د غړيو وژنه غندلې ده.
سوات چې څو کاله د پاکستان تحريک طالبان ډلې پکې ډېر فعاليت درلود، په ۲۰۰۹م کال کې د پاکستان د پوځ د عملياتو په ترڅ کې له دغه ډلې پاک کړل شوی وو.
ب. ص/ ن. ز (AP)