د پاکستان برېښنا د شپې له خوا ولې قطع شوې وه؟
۱۳۹۹ دی ۲۱, یکشنبهد شنبې يا خالي په ورځ د برېښنا تر قطع کېدو څو ساعته وروسته د پاکستان د انرژۍ وزير، عمر ايوب، په تويتر کې ويلي چې برېښنا يا بجلي په تدريجي توګه بېرته په فعالېدو ده چې ړومبی وار يې اسلام آباد ته رسيږي.
د هغه په خبره د اتوار يا يکشنبې په ورځ به اوس د هېواد لويې برخې ته بېرته برېښنا ورسيږي. د برېښنا يا بجلي د قطع کېدو خبر ړومبی د لويو ښاري مرکزونو لکه کراچۍ، لاهور، اسلام آباد او ملتان د اوسېدونکو له خوا په ټولنيزو رسنيو کې ورکړل شوی وو. وزير عمر ايوب او همکارانو يې بيا د تويتر د لارې د خلکو د خبرولو لاره غوره کړه.
ايوب له خلکو څخه د صبر او زغم د لرلو غوښتنه وکړه. د هغه په خبره د برېښنا د قطع کېدو د لامل په هکله پلټنې روانې دي او په دې هم کار شروع شوی چې د تربيلا برېښناکوټ د هېواد په شمال لويديځ کې فعال کړای شي چې له دې لارې د هېواد نورو برخو ته په تدريجي ډول برېښنا ولېږدول شي.
ايوب دا هم وويل چې د ګوډو برېښناکوټ په جنوبي سندهـ آيالت يا صوبه کې کومه تخنيکي ستونزه لرله چې له کبله يې د څو ثانيو په ترڅ کې نور برېښناکوټونه هم غير فعال شول.
وروسته ظفر ياب چې د انرژۍ د وزارت وياند دی، وويل چې د تربيلا او ورسک برېښناکوټونه چې دواړه د خيبر پښتونخوا په آيالت يا صوبه کې پراته دي، بېرته آنلاين شوي چې د وېش سيستم ته اوس بېرته انرژي په اختيار کې ورکوي. خو د هغه په خبره د هېواد نورو برخو ته د انرژۍ وېش يو څه وخت ته اړتيا لري.
(AP)/ن ص/ا ا