پر خپله ښځه ډله ایز جنسي تيري کې شريک میړه مجرم پيژندل شوی
۱۴۰۳ آذر ۲۹, پنجشنبهد فرانسې يوې محکمې دومينيک پليکو، مجرم پيژندلی دی. پر نوموړي تور وو چې کابو يوه لسیزه یې خپلې ښځې ته په منظم ډول د بې هوشۍ درملو په ورکولو سره پر هغې جنسي تیری کړی دی. پليکو تر څو کلونو پورې څو نور کسان هم پرېښې ول چې د هغه پر بې هوشه کړل شوې میرمن باندې جنسي تيری وکړي.
د پنجشنبې په ورځ د محکمې په خپله پريکړه کې د قاضيانو يوه پلاوي وويل چې دغه ۷۲ کلن سړی په ټولو لګول شويو تورونو کې مجرم پيژندل شوی دی.
اړونده موضوع: د لندن یوه پوليس دوې لسیزي پر ښځو د جنسي تیري او ازار جرم منلی دی
محکمې اعلان وکړ چې نوموړی د ۲۰ کلونو بند په سزا محکوم شوی دی. څارنوالۍ د قضيې د دې اصلي تورن له پاره د همدومره سزا غوښتنه کړې وه. په دې قضیه کې ۵۰ نور تورن هم د محکمې له خوا مجرم پيژندل شوي دي او له دريو نيولو تر ۱۵ کلونو بند په سزا محکوم شوي دي.
په فرانسه کې شپږ میاشتې تر مخه راڅرګنده شوې دا قضيه د خپل ځانګړي نوعيت له کبله په ټوله نړۍ کې د رسنيو د پام وړ ګرځېدلې ده. د خپل میړه له لوري د جرم ښکار شوې ژيزل پليکو، په ټوله نړۍ کې د مقاومت او حوصلې د يوې بېلګې په توګه را څرګنده شوې ده.
دا جنسي تیري په تصادفي توګه راښکاره شو
ژيزل پليکو، چې ۷۲ کلنه ده، په محکمه کې یې اعلان وکړ چې احتمالاً ۲۰۰ ځله د جنسي تیري ښکار شوې ده. د هغې پخواني میړه دا تیری په کابو ۲۰ زرو ويډيوګانو او عکسونو کې ثبت کړی وو.
دومينک پليکو، د انترنت له لارې نور سړي موندلي وو او هغوی ته یې پر خپله ښځه ژيزل پليکو، باندې د جنسي تیري وړاندیز کړی وو.
اړونده موضوع: المان: یو ښوونکی د ناوړه جنسي استفادې په ۱۰۰ مواردو تورن شوی
پلټونکي په دې باور دي چې پر دې ۵۰ کسانو سربیره، ۱۲ نور تيري کوونکي هم شته چې دوی یې په پيژندو نه دي توانيدلي.
ژيزل پليکو، څو کاله له دې جنسي تیريو څخه هیڅ خبر نه وه ځکه چې ميړه به یې ورته تل د بې هوشۍ قوي درمل په خوړو کې شاملول. دا جنايتونه هغه وخت راښکاره شول چې دومينيک پليکو، د ۲۰۲۰م کال په سپتمبر میاشت کې په يوه سوپر مارکيټ کې د ښځو تر لمنو لاندې عکاسي کولو له کبله ونيول شو. څيړونکو هغه وخت د نوموړي سره له ژيزل پليکو، څخه د ناوړه استفادې دغه عکسونه هم وموندل.
ډېری تورن کسان دا جنايتونه ردوي
د دې قضيې د نورو ۵۰ تورنو کسانو عمرونه د دې جرم د ترسره کولو پر وخت د ۲۱ او ۶۸ کلونو ترمنځ وو. له هغوی څخه یې ډېرو دا تورونه رد کړي دي. نورو يو شمير یې بیا اعتراف کړی دی چې د ژيزل پليکو، له رضا پرته یې هغه په جنسي توګه ځورولې خو ادعا کوي چې دا جنسي تیری نه وو ځکه دا کار یې د هغې د ميړه [پخواني ميړه] په خوښه کړی وو.
نورو بيا په محکمه کې وويل چې د جنسي تیري پر وخت د دومينيک پليکو، تر اغیزې لاندې وو. ځينو یې حتی ادعا کړې ده چې تیري ته مجبور شوي او يا یې پخپله خوښه جنسي تیری نه دی کړی. د تورنو تر نيمايي ډېرو یې د خپلو وکيلانو له لارې د برائت غوښتنه کړې ده.