افغانستان:د امريکا د ښځينه سرتيرو ۲۵سلنه جنسي تيری تجربه کړی
۱۴۰۳ مرداد ۲۵, پنجشنبهد امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت اټکل کړی وو چي په ۲۰۲۱م کال کي د جنسي تیري پیښي شاوخوا ۳۵۹۰۰ او په ۲۰۲۳م کال کي به ۲۹ زره وي.
خو د واتسون د پوهنتون د نړیوالو اړیکو په مؤسسه کي «د جگړو د لگښتونو پروژې» د امریکايي پوځیانو په منځ کي د جنسي تیري لا ډیري شمیرې خپرې کړي دي. د دغه رپوټ ارقام چی د چهارشنبې په ورځ (اگست ۱۴) خپاره سوي دي، دا څرگندوي چي دغه شمېرې په ۲۰۲۱م کال کي ۷۵۵۶۹ او په ۲۰۲۳م کال کي ۷۳۶۹۵ پیښو ته رسېدلي وې.
د دغه رپوټ په یوه څنډه کي په افغانستان کي د امریکا متحده ایالاتو د پوځیانو ماموریت ته هم اشاره سوې ده. ویل کیږي چي له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱م کال پوري د افغانستان په ماموریت کي د فعالو ښځو په اوسط ډول یو پر څلرمه او نارینه پوځیانو ۱،۹ سلنه جنسي تیری تجربه کړی دی.
د دغي پلټني په یوه څنډه کي راغلي دي چي په تیره بیا تورپوستي او د "ال جي بي ټي کیو" ډلې غړي له جنسي تاوتریخوالي او تیري سره مخامخ کیږي.
په نوموړي رپوټ کي راغلي دي چي د دغو ننگونو د حل له پاره پر هڅو سربیره، د جنسي تیري او ځوروني د پیښو رقم ډیر لوړ پاته دی.
د نوموړي رپوټ له لیکولانو څخه پروفیسور جینیفر گرینبرگ، ویلي دي: «د سپتمبر تر یوولسمي وروسته جگړو په ترڅ کي تر هر څه د مخه د ځواکونو تیاري ته لومړیتوب ورکول د دې باعث سول چي د جنسي تیري ستونزه لا پسي ډېره سي او په نظامي بنسټونو کي داخلي زورزیاتی او جنسیتي نابرابري رامنځته سي.»
د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت په یوې خبري اعلامیه کي لیکلي دي: «دغه بڼسټ د قوماندې د پیاوړي فضا د رامنځته کولو او د جنسي تیري د مخنیوي، د جنسي تیري او ځوروني قربانیانو ته د مرستې او تورنو مجرمینو د حساب کولو په برخه کي دوامداره پرمختگ ته ادامه ورکوي. زموږ په لیکو کي جنسي تاوتریخوالی د زغم وړ نه دی او سترگي نه سي ورباندي پټېدلای او نه به هم له پامه وغورځول سي.»
د امریکا متحده ایالاتو قانون جوړونکو، په ۲۰۲۱م کال کي یو دفاعي قانون تصویب کړ چي پکښي د پوځي قضايي سیستم بیا کتنه او د پوځي قوماندانانو له خوا د جنسي تیري یا جنسي ځوروني د پیښو د تعقیب په هکله پریکړه شامله وه.
GP/NZ/AG