1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برلين په تمځای کې د چاوديدونکو توکو په ايښوونکي پسې لټه

۱۴۰۳ آبان ۱۰, پنجشنبه

د آلمان پوليس د هغه نارينه په لټه کې دي چې له چاوديدونکو توکو ډک يو بکس یې د برلين د نيوکلن د ريلګاډو په تمځای کې پرېښې دی.

https://p.dw.com/p/4mRwH
د برلين د نوی کلن سيمې د ريلګاډي تمځای
د پوليسو يوه وياند وويل چې د چاوديدونکو توکو د پلټنو نتايج تر اوسه په لاس کې نشته. انځور: Paul Zinken/dpa/picture alliance

نن، پنجشنبه د آلمان په پلازمېنه برلين کې، پولیسو تر هغه وروسته لټون پېل کړ چې د برلين د ريلګاډو په يوه تمځای کې يوه سړي په چاوديدونکو توکو ډک يو بکس د چهار شنبې په ماښام هلته پرېښی وو.

د پوليسو يوه افسر د برلينر په نوم ورځپانې ته ویلي: «داسې ښکاري چې د يوه برید مخه نیول شوي وي». په بکس کې پراته مواد که چېرې د خلکو يوې ډلې ته څېرمه چاودلي وای نو «دراماتيکې پایلې» به یې درلودلې وای.

نارينه چې بکس ورسره وو، هغه وخت تېښته کړې چې پوليسو د کنترول غوښتنه ترې کړې وه.

د چاوديدونکو توکو ماهيت نه دی تائيد شوی

د پوليسو يوه وياند وويل چې د چاوديدونکو توکو د پلټنو نتايج تر اوسه په لاس کې نشته. 

په آلمان د کي د ترهګرو او وسله والو بريدونو کرونولوژي

خو د «بلد» ورځپاڼې چې يوه ستر ورځپاڼه ده، ویلي دي چې په بکس کې تریاسيتون تريپیروزایډ موجود وو چې د چاوديدونکي پوډرو په نامه ياديږي او اکثره په عامه خلکو باندې د افراطيانو په بريدونو کې کاريږي.

د صدراعظم اولاف شولڅ، د سوسيال ديموکرات ګوند څخه د پارلمان يوه غړي ډېرک ویزه، د راينشه پوست ورځپاڼې ته وويل چې «پوليس په څرګند ډول د يوه بريد په مخنيوي توانيدلي دي.»

نوموړي دې ورځپاڼې ته وويل: «دا په څرګند ډول ښيي چې زموږ په هېواد کې د ترهګرۍ ګواښ څومره لوړ دی.»

ب. ص/ ن. ز (ډي پي ای، ای اف پي)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب