فایزر: په المان کې هم د ترهګرۍ ګواښ ډیر شدید دی
۱۴۰۳ فروردین ۵, یکشنبهد المان د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر د شنبې په ورځ د «زود دویچه څایتونګ» ورځپاڼې ته وویل: «تر اوسه پورې ترلاسه شوي ټول معلومات پر دې دلالت کوي چې د اسلامي دولت ترهګرې ډلې د خراسان ولایت څانګه مسکو ته نږدې د خونړي ترهګریز برید مسئوله ده.»
د المان د کورنیو چارو وزیرې د دغې ډلې یعنې «اسلامي دولت» خراسان څانګه د نوم لنډیز (ISPK) په یادولو سره خبرداری ورکړ چې «د ISPK له خوا په اوس وخت کې په المان کې هم د اسلامستانو لوی خطر موجود دی.»
خراسان د مرکزي آسیا د سیمې تاریخي نوم دی چې د نورو ترڅنګ په کې د نني افغانستان، پاکستان او ایران هیوادونو برخې شاملې دي.
فایزر وویل: «په المان کې د اسلامي ترهګرۍ خطر همدارنګه شدید پاتې دی.» فایزر زیاته کړه چې په کولن کې امنیتي ادارو د کرسمس او نوي کال له پاره سخت امنیتي تدابیر نیولي دي، څو د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې د احتمالي برید خطر مخه ونیول شي. د هیواد امنیتي ادارو او د المان د اساسي قانون د ساتنې ادارې پر اسلامي افراطیانو خپله توجه متمرکزه کړې ده.»
فایزر له «زود دویچه سایټنګ» سره په مرکه کې د مسکو برید په څرګندو الفاظو وغانده او ویې ویل: «مونږ د دې بزدلانه او وحشانه برید د قربانیانو له کورنیو سره خپله غمرازي څرګندوو.»
د روسي پلټونکو په حواله د مسکو په کراسنوګورسک ښار کې د جمعې په ماښام د کنسرت پر تالار د وسله والو په برید کې لږ تر لږه ۱۳۳ انسانان وژل شوي وو.
آژانسونه: ش.ن/ ا.خ.ح