په ۲۰۲۴م کال کې د المان د وسلو صادراتو ریکارډ مات کړ
۱۴۰۳ بهمن ۳, چهارشنبهاعلان
اوکراین ته د وسلو استول د دې سبب شول چې په ۲۰۲۴میلادي کال کې د المان د وسلو صادرات نوی ریکارډ جوړ کړي. دالمان حکومت په تیر میلادي کال کې د ۱۳ میلیارده او ۳۳۰ میلیونه یورو په ارزښت د وسلو او پوځي تجهیزاتو د صادرولو جواز تائید کړ؛ هغه رقم چې تر اوسه پورې بې ساری و.
د دغو صادراتو تر نیمایي ډیر یعنې څه دپاسه ۸ میلیارده یورو په ارزښت وسلې او پوځي وسایل المان په اوکراین کې د روسیې له یرغلیزې جګړې سره د مقابلې په خاطر د کیف په اختیار کې ورکړي دي.
دغه ارقام د المان د اقتصاد وزارت د «سارا واګن کنشت اتحاد»، (BSW) ګوند د استازي د پوښتنې په ځواب کې وړاندې کړي دي.
نوموړي وزارت د تیر کال د دسمبر میاشتې په منځ کې په دې ارتباط تقریبي شمیرې خپرې کړي وې، خو اوس په ۲۰۲۴م کال کې د المان د وسلو د صادراتو په اړه دقیق ارقام خپاره شوي دي.