آلماني شرکت د لیوپارد۱ ټانک اوکراین ته ورکوي
۱۴۰۲ مرداد ۱۹, پنجشنبهد جرمني شرکت راین مېټال په پام کې لري چې اوکراین ته نور جنګي ټانکونهپه واک کې ورکړي. د دې شرکت ویاند اعلان کړی چې د بلجیم له یوه شرکت څخه یې ۵۰ زاړه «لیوپارډ۱» ټانکونه پېرلي او غواړي چې په جبهې کې یې د بیا ځل کارونې لپاره چمتو کړي.
د «OIP Land Systems » بلجیمي شرکت اجرایوي مشر ګارډین بریټانیایي ورځپاڼې ته ویلي چې د جګړې ډکز ته د دغه ډول ټانکونو تیارول ښایي شپږ میاشتي وخت ونیسي.
دا ټانکونه زاړه دي. ځینې یې د بیا رغول کېدو قابلیت نه لري او یوازې ځینې برخې یې د نظامي وسایطو لپاره کارول کېدای شي. د هغو ټانکونو شمیر چې د سپارلو وړ دي، اوس مهال ۳۰ ته رسېږي.
د آلمان د «هندلزبلاټ» ورځپاڼې د راپور له مخې، راین مېټال په پیل کې غوښتل چې د سویس د رواګ د وسلو له کمپنۍ څخه د «لیوپارډ۱» ټانکونه واخلي، خو له دې امله چې سویس د خپلو بې پرې قوانینو له کبله د صادرولو اجازه ورنکړه، یاد شرکت د نورو انتخابونو په لټه کې شو.
«لیوپارډ۱» د« لیوپارد۲»مخکیني ټانکونو ډول دی چې اوس مهال د آلمان د پوځ لخوا کارول کیږي. د دې ټانکونو څو ماډلونه تر دې مخکې د ناټو له زیرمو څخه اوکراین ته لېږل شوي دي. دا هېواد پر خپله خاوره د روسیې د بریدونو د مخنیوي لپاره پر لوېدیځو نظامي تسلحاتو تکیه کوي.