1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستفرانسه

د فرانسې حکومت د پارلمان د بې باورۍ په پایله کې سقوط وکړ

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۳ آذر ۱۵, پنجشنبه

د فرانسې لومړی وزیر میشل بارنیر ونه توانید چې د هیواد په پارلمان کې د باور رایه ترلاسه کړي او په دې توګه د مکرون پلوه حکومت سقوط وکړ. بارنیر یوازې درې میاشتې مخکې د مکرون له خوا د لومړي وزیر په توګه ګمارل شوی و.

https://p.dw.com/p/4nmFd
د فرانسې لومړی وزیر میشل بارنیر
لومړی وزیر میشل بارنیر د ولسمشر امانویل مکرون له خوا پر دې مقام تر ټاکل کیدو وروسته راهیسې له سخت مخالفت سره مخامخ وانځور: Sarah Meyssonnier/REUTERS

د فرانسې پارلمان استازو په غوڅ اکثریت سره د میشل بارنیر، پر ضد په لاره اچول شوي بې باورۍ حرکت په ملاتړ رایه ورکړه. د فرانسې پارلمان په مجموع کې ۵۷۷ غړي لري چې د بې باورۍ له پاره ۲۸۸ رایو ته اړتیا وه، خو ښي اړخو او کيڼ اړخو استازو په ګډه د بې باورۍ حرکت په ملاتړ کې ۳۳۱ رایې وکارولې.
له ۱۹۶۲م کال راهيسي دا لومړی ځل دی چې په فرانسه کې حکومت د باور رایې ترلاسه کولو له بهیر سره مخامخ کیږي. په فرانسه کې تر وخت مخکې ټاکنو وروسته په پارلمان کې هیڅ ډله ونه توانیدله چې اکثریت ترلاسه کړي او له دې پرمختګ سره په فرانسه کې د سیاسي بې ثباتۍ وضعیت لا زیات خراب شو.

د اپوزیسیون ډلو د بې باورۍ موضوع هغه وخت را پورته کړه چې لومړي وزیر میشل بارنیر، له ځانګړي واک څخه په استفادې د پارلمان له تائید پرته بودیجه وړاندې کړه. بارنیر، اوس مکلف دی چې د خپل حکومت استعفا وړاندې کړي او هغه بودیجه چې د دغه حکومت د زوال سبب شو، د اجرا وړ نه ده.

مسايل په خپل حال پاتې کیږي

په پاریس کې د دویچه ویله خبریالې لیزا لوئس، وویل چې که مکرون په ۲۴ ساعتونو کې کوم بل لومړی وزیر هم معرفي کړي، بیا هم دا ویره موجوده ده چې د بارنیر، ځای ناستی به هم له دا ډول مسائلو سره مخامخ شي.

لوئس وویل: «البته له دې سره د فرانسې ستونزې نه خلاصیږي.» هغې زیاته کړه: «دلته یو ډېر لوی سیاسي کړکېچ دی: دلته د درو بلاکونو اړوند یو پارلمان دی، له دغو درو څخه هیڅ یو یې په پارلمان کې اکثریت نه لري. او د فرانسې پارلمان غړو له پاره د ګډ کار کولو لار موندنه، د نه باور کولو تر اندازې پورې ستونزمنه ده، چې نن یې هم پایله را ښکاره شوه.»

د فرانسې د پارلمان ودانۍ داخل
د بې باورۍ له پاره ۲۸۸ رایو ته اړتیا وه، په داسې حال کې چې استازو د دې حرک په ملاتړ ۳۳۱ رایې وکارولې.انځور: Lafargue Raphael/abaca/IMAGO

لوئس وویل چې بارنیر، د یوه ځیرک سیاسي مذاکره کوونکي په توګه پيژندل کیږي، د بیلګې په توګه د بریګزیټ په مهمو خبرو اترو کې د هغه نقش. خو د حیرانتیا خبره دا ده چې هغه د خپلې لومړۍ بودیجې په تائیدولو کې پاتې راغلی او یوازې په درو میاشتو کې یې حکومت سقوط وکړ.

د مکرون ولسمشري به نه اغیزمن کیږي

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون چې د سعودي عربستان له سفر وروسته بیرته خپل هیواد ته را ستون شوی دی، د پنجشنبې په ماښام به ولس ته پر تلویزيون وینا وګړي.

د بې باورۍ د بریالیتوب حرکت پر هغه تاثیر نه کوي، ځکه په فرانسه کې د ولسمشر د ټاکلو له پاره جلا رای اچونه کیږي. د اپوزیسیون ډلو له مکرون څخه د استعفا کولو غوښتنه کړې ده.

مکرون ویلي ول چې که د چهارشنبې ورځې د باور رایې پایله هر څه وه، هغه به استعفا نه کوي.

شنونکي وایي تمه کیږي چې هغه به د یوه حکومت نشتوالي له کبله خجالت څخه د ځان ساتلو په خاطر زر یو نوی لومړی وزیر معرفي کړي. لږ تر لږه د دې له پاره هم چې ټاکل شوې ده د امریکا نوی منتخب ولسمشر دونالد ترمپ به د دې اونۍ په پای کې په پاریس کې د نوتردام کلیسا دوباره پرانیسته وکړي.

تر جولای میاشتي پورې په هیواد کې بل پارلمان نه شي ټاکل کېدلی. له همدې امله په پارلمان کې چې اوس مهال هیڅ یو ګوند د غوڅ اکثریت ترلاسه کولو هیله نه شي کولی، اوسنی بن بست به روان پاتې وي.

فرانسویان به په ولسشمریزو ټاکنو کې چا ته رایه ورکړي؟

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2