د فرانسې ولسمشریزې ټاکنې: مکرون بيا ولسمشر شو
۱۴۰۱ اردیبهشت ۵, دوشنبهپه فرانسه کې رايه اچوونکو د يکشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د اپريل ۲۴) د ولسمشریزو ټاکنو په دويم پړاو کې ايمانويل مکرون يو ځل بيا د جمهور رئيس په توګه انتخاب کړ او په دې توګه یې د ښی اړخه سياستوالې مارين لوپېن د بريا مخه ونيوله.
د لومړيو رسمی نتایجو پر اساس مکرون څه نا څه ۵۸،۵ سلنه رایې او لوپېن ۴۱،۴ فيصده رایې ګټلې دي. په دې توګه ماکرون تر هغه کابو دوې لسیزې وروسته چې ژاک شيراک په ۲۰۰۲م کال کې په دويم ځل انتخاب شوی وو، د فرانسې لومړي جمهور رئيس دی چې په دويم ځل دغه مقام ته وټاکل شو.
د دويم پړاو د ټاکنو تر اعلان لږ وروسته مکرون په پاريس کې د ايفل برج په ساحه کې راټولو شويو خپلو پلویان ته وويل چې «هغه به د ټولو ولسمشر» وي او دا چې دويمه دوره به یې د «تېرې دورې ادامه نه وي.»
د يکشنبې د ورځې ټاکنې د دغو دوو کانديدانو ترمنځ د ۲۰۱۷م کال د سيالۍ تکرار وو. هغه وخت مکرون ۶۶ سلنه رایې ګټلې وې. خو د دې تازه ټاکنو په اړه يو څه شکونه موجود ول چې آیا د کيڼ اړخه کانديد ژان لوک ملانشون پلويان به چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې د دريم قوي اړخ په توګه راڅرګند شوی وو، مکرون او لوپين ته مشکلات جوړ کړي او که څنګه؟
مکرون څرنګه بيا وتاکل شو؟
مکرون چې یو اروپا پلوه، ليبرال سياستوال دی د کوويد- ۱۹ د وبا او پر اوکراين د روسیې د يرغل په بحراني شپو او ورځو کې یې ځان د يوه باثباته ځواک په توګه مطرح کړ. دا څه د رایه اچوونکو له خوا هم منعکس شول، پر دې سربیره چې هغه ته د داسې يوه سياستوال په توګه کتل کيږي چې له عادي خلکو لیرې دی او يوازې لوړ قشر ورته لاس رسی لري.
تر ټاکنو مخکې مکرون د تقاعد د سیسټم اصلاحات له منځه يوړل څو د کيڼ اړخه رايه اچوونکو ملاتړ ترلاسه کړ. نوموړي په خپله لومړۍ دوره کې پر لوړو ژورو سربیره هم چې په ۲۰۱۸م کال کې په ټول هيواد کې د هغه د سوداګرې پلوي او د شتمنو له پاره د ماليو د کمولو تګلارو پر ضد مظاهرې پکې شاملې وې، د دويم ځل له پاره بريا ترلاسه کړه.
مکرون په پاريس کې د بريا د لمانځلو پر وخت له ماري لوپين سره د سر په سر او ترخې مبارزې خبره ومنله او د هغې پلويانو ته یې د يووالي وړانديز په کولو سره وويل: «موږ اوس [يو بل ته] درناوي ته اړتيا لرو ځکه موږ ډېر ويش او شکونه لرو.»
ولسمشر همدا راز له خپلو پلويانو سره «د منصفانه او مساوي ټولنې د رامنځته کولو» له پاره د کار د دوام ژمنه وکړه.
د ماري لوپېن د ناکامۍ علت؟
لوپېن چې د ښی اړخه عوام پاله «National Rally» ګوند سره تړاو لري، د کاميابۍ په صورت کې یې د فرانسې او اروپا په سياست کې د سترې ګډوډۍ ګواښ کړی وو.
د نوموړې پر ګوند توکمیز تبعيض، یهود ضد او همدا راز اسلام ضد تګلارو د ملاتړ تور لګول کيږي. خو په دې وروستیو میاشتو کې تر يکشنبې ورځې پورې هغې د رايو د ترلاسه کولو له پاره د مهاجرت او د نورو موضوعګانو په اړه د خپل ګوند تند دريځ يو څه را نرم کړی وو.
خو ماري لوپين د فرانسې د دودیز هويت د ساتلو له پاره کمپاين وکړ، په داسې حال کې چې د اړينو توکو د بيو د راکمولو سره د مبارزې ژمنې د هغې پلويان هم ډېر خوښ کړي ول.
د نوموړې ډېرو پلويانو ښايي د اروپايي ټولنې په اړه د دغه ګوند د دريځ د نرميدو هرکلی کړی وي او دا چې هغه نور له دغه اتحادیې څخه د وتلو ګواښ نه کوي. خو پر اوکراين د روسیې د يرغل په شپو او ورځو کې پر ناټو نيوکې، ښايي ډېر خلک له هغې ليرې کړي وي.
اروپايي مشرانو د اطمنان ساه اخيستې
ډېرو اروپايي مشرانو او سياستوالو په سملاسي توګه مکرون ته د دويم ځل له پاره پر ټاکل کيدو مبارکي وويله چې په دوی کې د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ هم شامل دی.
شولڅ د تويتر له لارې ويلي: «ستاسې رایه ورکوونکو نن اروپا ته د قوي ژمنتيا پېغام استولی دی. زه خوښ يم چې موږ به خپلې ښې همکارۍ ته دوام ورکړو.»
د اروپايي ټولنې کمېسيون مشرې اورزولا فون ډېر لاين په فرانسوي ژبه د تويتر له لارې ويلي: «په ګډه به موږ فرانسې او اروپا ته پرمختګ ورکړو.»
د هالند صدراعظم مارک روته هم په فرانسوي ژبه تويت کړی او «په ناټو او اروپايي ټولنه کې یې د خپلې ژورې او رغنده همکارۍ د دوام» هيله څرګنده کړې ده.»
د بريتانيا لومړي وزير بورس جانسن هم د مبارکۍ پېغام استولی دی او ويلي یې دي چې فرانسه د بريتانيا «يو له ډېرو نژدو او مهمو شريکانو څخه يوه ده.» هغه زياته کړې ده: «زه پر هغو موضوعګانو د ګډ کار دوام ته سترګې په لار يم چې زموږ دوو هيوادونو او نړۍ ته مهم دی.»
د ايتاليا لومړي وزير ماريو دراګي د مکرون بريا «د ټولې اروپا له پاره د يوه ښه خبر» په توګه ياده کړه.
امريکا له مکرون سره د ژورې همکارۍ تمه لري
د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بایدن ايمانويل مکرون ته د بيا ټاکل کيدو له کبله مبارکي ويلې او زياته کړې ېې ده چې هغه ژورې همکارۍ ته سترګې په لار دی.
نوموړي د تويتر له لارې ويلي چې فرانسه نړيوالو بحرانونو ته د ځواب ويلو په ترڅ کې د امريکا متحده ایالاتو «تر ټولو پخوانی او مهم شریک هیواد دی.»
بايدن ويلي: «زه، زموږ د ګډې همکارۍ دوام ته سترګې په لار يم چې په هغه کې د اوکراين ملاتړ، د ديموکراسۍ دفاع او د اقليم له بدلون سره مبارزه شامله ده.»
ب. ص/ ن. ز (AFP, AP, dpa, Reuters)