1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائيل پخواني جاسوسان د پيجرانو د چاودلو کيسه کوي

احمد ولي اڅکزی | اسوشيېتد پرس
۱۴۰۳ دی ۴, سه‌شنبه

د اسرائیل پخوانیو جاسوسانو د حزب الله پر وړاندې د چاودېدونکو وسایلو برید په اړه نوې څرګندونې کړي دي. له هغوی څخه يوه يې ويلي دي چې مخکې پلان هم لري.

https://p.dw.com/p/4oXZ4
پيجر او واکي ټاکي چې په لبنان کې وچاودېدل
په لبنان کې چاودل شوي واکي ټاکي بې سيم مخابرېانځور: dpa/AP/picture alliance

دوو پخوانيو لوړ پوړي اسرائیلي استخباراتي چارواکو چې تازه تقاعد شوي دي، د پټو وژونکو عملیاتو په اړه نوي جزئیات څرګند کړي دي. په دې ترڅ کې درې میاشتې مخکې په لبنان او سوريه کې د حزب الله جنګیالي په نخښه شوي وو. په دې برید کې چاودېدونکي توکي په پیجرونو او واکي ټاکي بې سيمه مخابرو کې کارول شوي ول.

حزب الله د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر مياشتي پر ۷مه د حماس تر برید وروسته تقریباً سمدلاسه پر اسرائیل بریدونه پیل کړل. په نتيجه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ جګړه پیل شوه.

د اسرائيل متقاعد استخباراتي چارواکو د یکشنبې په شپه د «سي بي ايس ۶۰ دقيقې» په نوم خپرونه کې خبرې وکړې. هغوی د خبرو پر وخت ماسکونه اغوستي وو او د دوی غږونه بدل شوي وو چې هویت يې پټ پاتې شي.

عملیاتو ته د څو کلونو چمتووالی

یو چارواکي وویل چې دا عملیات ۱۰ کاله مخکې پیل شوي وو. د حزب الله غړو د چاودېدونکو توکو لرونکي واکي ټاکي بې سيمه مخابرې کارولې او په دې نه وو خبر چې دوی دغه وسايل له خپل دښمن، اسرائیل څخه اخلي. دغه واکي ټاکي په سپتمبر میاشت کې وچول شول، یوه ورځ وروسته له هغه چې د پیجرونو چاودلو لړۍ پیل شوه.

د چارواکي په وینا چې ځان یې "مایکل" باله، دوی د "جعلي نړۍ" جوړولو هڅه وکړه چې حزب الله وغولوي.

د عملیاتو دویمه پړاو په ۲۰۲۲ کې پیل شو، کله چې موساد پوه شو چې حزب الله د تایوان یوې کمپنۍ څخه پیجرونه اخلي. دغه پیجرونه لږ لوی جوړ شوي وو چې د چاودېدونکو موادو لپاره کافي ځای ولري. موساد دغه وسایل څو ځله پر ازمويښتي نانځکو وازمویل چې د چاودېدونکو موادو اندازه معلومه کړي چې یوازې د حزب الله جنګیاليو ته زیان ورسوي او نږدې کسان زيانمن نشي.

په لبنان کې د بيجرونو د چاودنو وروسته
د چاودنو وروسته په لبنان کې بيره خوره شوهانځور: Anwar Amro/AFP/Getty Images

د عملیاتو یوه بله برخه د درواغجنو اعلانونو خپرول وو چې د حزب الله غړي وهڅوي چې دغه وسایل واخلي. موساد د دې لپاره له جعلي شرکتونو کار واخیست، د یوې هسپانوي کمپنۍ په ګډون چې د دې پروسې برخه وه.

د سپتمبر مياشتي پر ۱۷مه، د لبنان په بيلو برخو کې پیجرونه وچول شول چې شاوخوا ۳۰ کسان په دې بریدونو کې ووژل شول. بله ورځ واکي ټاکي وچول شول. له دغو څخه ځینې د جنازو په جریان کې وچول شول. دغه بریدونه نه یوازې د حزب الله پر جنګیالیو د مرګ او ټپي کېدو لپاره وو بلکې د هغوی پر روحیه اغېز کولو لپاره هم وو.

د اسرائيل د استخباراتي چارواکي په وینا چې ځان یې "ګبریل" باله، د عملیاتو اصلي هدف د ویرې خپرول وو. هغه وويل: "موږ هغوی ته وښودله چې زموږ پر وړاندې جګړه کول څومره ګرانه تمامېږي."

په جګړه کې پراخې پایلې

تر يادو بریدونو وروسته د اسرائیل هوایي ځواکونو د لبنان په بيلو برخو کې ګڼ شمېر هدفونه په نخښه کړل چې په زرونو کسان یې ووژل. د حزب الله مشر حسن نصرالله هم د اسرائیل په بمبار کې ووژل شو.

په نوامبر کې د اسرائیل او حزب الله ترمنځ جګړه د اوربند په پایله کې پای ته ورسېده. د راپورونو له مخې، د غزې جګړې په ترڅ کې تر ۴۵ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

هغه چارواکي چې ځان یې "مایکل" باله، وویل چې د پیجرونو د چاودنو وروسته په لبنان کې خلکو له دې ویره لرله چې د خپلو هوا یخوونکو (ایرکنډیشنرونو) سویچونه ووهي، ځکه هغوی فکر کاوه چې کېدای شي هغه هم وچوي. دغه چارواکي وويل: "په خلکو کې ریښتینې وېره وه."

کله چې ترې وپوښتل شول چې آیا دا قصداً ترسره شوي و، نو هغه ځواب ورکړ: "موږ غواړو هغوی ځانونه زیان منونکي احساس کړي، ځکه هغوی واقعاً زیان منونکي دي. موږ نشو کولی بیا د پیجرونو استعمال وکړو، ځکه هغه مو دمخه وکړ. موږ لا دمخه راتلونکي اقدام ته تللي یو. او اوس هغوی باید تل هڅ ووهي چې زموږ راتلونکی ګام به څه وي."


 

Deutschland Bonn | Ahmad Wali Achakzai
احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.