1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيهندوستان

د هند پولیس: دوو مخالفو قبیلو په جګړه کې له ډرون استفاده کړې

۱۴۰۳ شهریور ۱۸, یکشنبه

پولیسو ويلي چې د کوکي او مانيپور قبیلو په دغه نښته کې له وسلو او بم غورځونکې ډرون الوتکې څخه استفاده شوې ده. په تازه نښتو کې ۶ کسان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4kP85
د هندوستان په مانيپور کې د کوکي قبېلې د وژل شوو کسانو د یادښت ځای
د هندوستان پولیس وايي په مانيپور کې د کوکي او مانيپوري قبیلو تر منځ د شنبې په ورځ د سپتمبر ۷مه نښته کې شپږ کسان وژل شوي ديانځور: Murali Krishnan/DW

د مانيپوري او کوکي قبېلو تر منځ تېرکال وروسته له هغې شخړې پیل شوې چې هندوستان ېوې محکمې ایالتي حکومت ته امر وکړ چې د ځانګړې اقتصادي مرستو پروګرام تمديد کړي او دواړو قبیلو سره دې دغه مرستې وشي. محکمې دا هم ويلي وو چې په دولتي وظایفو او تعلیمي سهمیو کې دې د کوکي قبيلې په څېر مانيپوري قبيله هم په نظر کې ونیول شي.

په دغو شخړو کې تر اوسه له ۲۲۵ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۶۰ زره نور له خپلو کورنو بېځایه شوي دي.

د شنبې ورځې ځانی تلفات د دغو شخړو په جریان کې یوازې په یوه ورځ کې تر ټولو لوړ تلفات ښودل شوي دي.

د هندوستان په مانيپور ایالت کې د کوکي لږکۍ یا قبېلې ښځې
د کوکي قبيلې ښځې د مانيپور په چوراچندپور علاقه کې د موانعو پر ایجادولو له ېوې سیمې ساتنه کويانځور: Murali Krishnan

وروستي تاوتريخوالي د روانې اوونۍ په سر کې پیل شوي چې د چارواکو په خبره په هغو کې د ډرون په ذریعه چاودېدونکي مواد لاندې غورځول شوي دي. چارواکو دا په دغو تاوتریخوالو کې د پام وړ شدیدوالی بللی دی. رپوټ کې د ډرون نوعیت نه دی په ډاګه کړی چې لویه ده یا کوچنۍ.

پولیس شک کوي چې ډرون د کوکي قبیلي جنګیالو کارولی، خو دغې قبیلې د پولیسو ادعا رد کړې ده. رپوټونه وايي چې په شپږو وژل شوو کسانو کې ېو ېې ملکي وګړی دی.

رپوټونه وايي چې نښتې د مانيپور ایالت په جریبام علاقه کې شوې ده. د تېرې ورځې د یو رپوټ پر اساس، د دغې علاقې د پولیسو مرستیال مشر، کرشنا کمار، وويل: «د دواړو قبيلو د وسلوالو ډلو تر منځ له سهار راهېسې جګړه ادامه لري.» کمار رويټرز خبري آژانس ته وويل چې د وضعیت د کابو کولو له پاره په سیمه کې امنيتي ځواکونه پر دندو ګمارل شوي دي.

(AFP, Reuters)mks/akh

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل