«د اوکراین جگړه کې د چین منځگړیتوب د تصور وړ دی»
۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۰, یکشنبهد اوکراین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال آندرې ملنیک د یکشنبې (د اپریل میاشتې ۳۰ نیټه) په ورځ په المان کې د فونکه رسنیزې ډلې سره په خبرو کې د روسیې او اوکراین په جگړه کې د چین د منځگړیتوب رول د منلو وړ وباله.
پوتين د اوکراین اشغال شوي ښار ماريوپول ته سفر کړی
ملنیک وویل: «چین یو غیر واقع بینانه شی نه دی.» نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل «چینایان طبیعتاً خپلې گټې او علایق تعقیبوي. خو فکر کوم چې یوه سوله ایزه او عادلانه حل لاره او د جگړو په پای ته رسیدو کې د چين ډیره گټه ده، د دې نه ختمیدونکي او درنې زلزلې په پرتله چې د ټولې نړۍ نظام یي لړزولی دی.»
نوموړي د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي او د چین د ولسمشر شي جین پینگ ترمنځ وروستیو تلیفوني خبرو ته په اشارې سره وویل: «دا د مخ پر وړاندې پر لور یو لوی گام و، څو له چین سره خپلې اړیکې پیاوړې کړو او وکولی شو د روسیې تیري ته د پای ټکې کیدو.»
د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په ورته وخت کې وویل چې کیدای شي د چین دریځ د اوکراین په پرتله بل ډول وي. هغه وویل: «د کیف له پاره له اشغال شوو سیمو څخه د ټولو روسي ځواکونو وتل یو اساسي شرط دی.»
په کریمیا کې د سون توکو د زیرمو سوځیدل
د چین د منځگړیتوب نقش په هکله د ملنیک څرگندونې په داسې یو وخت کې خپریږي چې ظاهراً د جگړې لمن د کریمیا ټاپو ته هم غځیدلې ده.
د شنبې په ورځ د تورې بحیرې په څنډه سواستوپل بندري ښار کې د روسي بیړیو د دریدو په ځای کې د نفتو په زیرمه تون کې اورلگیدنه رامنځته شوه. د اوکراین د یوه استخباراتي چارواکي په وینا د دغې اورلگیدنې په جریان کې ۴۰ ټنه نفتي محصولات سوځېدلي دي.
روسي چارواکو د دې پيښې پړه پر اوکراین ور اچولې ده او ویلي یې دي چې دغه اور لگیدنه د یوه بی پيلوټه الوتکې د برید په پایله کې رامنځته شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې کیف دغه تورونه رد کړي او د اوکراین یوه استخباراتي چارواکي بیا په دې اړه [د جمعې په ورځ د روسیې د توغندیز برید په مقابل کې] د «الهي جزا» خبره کړې ده.
روسیې د جمعې (د اپریل میاشتې ۲۸ نیټه) په ورځ د اوکراین په مختلفو ښارونو کې د هوایي بریدونو یوه لړۍ پیل کړه چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۲۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا د څو میاشتو راهیسې د دې ډول لومړنی برید دی.
روسیه: پر کریمیا ټاپو د بي پيلوټه الوتکې برید مخه نیول شوې
د یادونې وړ ده چې روسیې په ۲۰۱۴م کال کې د کریمیا ټاپو له خپلې خاورې سره الحاق یا یو ځای کړ او په توره بحیره کې د روسیې د سمندري بیړیو اصلي اډه هم په همدې ټاپو کې موقعیت لري.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و. ا