1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

پوتين د اوکراین اشغال شوي ښار ماريوپول ته سفر وکړ

۱۴۰۱ اسفند ۲۸, یکشنبه

د روسيې ولسمشر د اوونۍ په پای کې د یو ناڅاپي سفر په ترڅ کې د اوکراین له اشغالي او په جګړه کې ویجاړ شوي ښار ماريوپول څخه کتنه کړې ده. دا د جګړې له پیل راهیسې د اوکراین دونباس سېمې ته د کریلمین د رهبر لومړنی سفر دی.

https://p.dw.com/p/4Otng
د روسېې ولسمشر ولاديمیر پوتین (ښي لور) د مارچ په ۱۸مه په سواستوپول کې له ځايي واليمیخایل رازوزایف سره
د روسېې ولسمشر ولاديمیر پوتین (ښي لور) د مارچ په ۱۸مه په سواستوپول کې له ځايي واليمیخایل رازوزایف سرهانځور: Sevastopol Governor Press Servic/TASS/dpa/picture alliance

د روسيې ولسمشر، ولادیمير پوتین د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ د مارچ ۱۸نېټه) کریميا ته د خپل یو نا اعلان شوي سفر وروسته د اوکراین ماريوپول څخه کتنه کړې ده. پوتين له اوکراین څخه د روسيې په خاوره کې د کریميا د نيمه ټاپو د الحاق د نهمې کلیزې د لمانځنې په موخه کریمیا ته تللی وو. دغه سفر په داسې وخت کې کيږي چې تر دې یوازې دوه ورځې مخکې د جرمونو نړېوالې محکمې (ICC) د پوتين د نيولو حکم صادر کړ.

پوتین تر اوسه د نړېوالې محکمې حکم ته په عامه توګه غبرګون نه دی ښودلی، خو ځینو نظارت کونکو د اوکراین اشغالي سیمو ته د هغه سفر یو بې پروا اقدام بللی دی.

ورته نور ولولئ:بایډن: د هاګ محکمې د پوتین د نیولو په اړه سمه پریکړه کړې ده

روسي ځواکونو ماریوپول په می میاشت کې تر ېوې اوږدې او خونړۍ جګړې وروسته ونيوه. وروسته له هغې چې روسیه د کيف په نیولو کې پاتې راغله، پر ځای ېې د جګړې تمرکز د اوکراین جنوب ته واړواو چې په دې ترڅ کې ېې د ماريوپول نیول د خپلې یوې سترې بریا په توګه ولمانځه.

رويټرز لیکي، د روسيې خبري آژانسونو د کریملین له قوله رپوټ ورکړی چې پوتین د «یو کاری سفر» په موخه په چورلکه کې ماریوپول ته پرواز وکړ. رپوټ زیاتوي چې پوتین د ماريوپول ښار په مختلفو برخو کې تم شو او له ځايي اوسیدونکو سره ېې خبرې وکړې.

ورته نور ولولئ:پوتین: آلمان اوس هم د امريکا په «ولکه» کې دی

دا په اوکراین کې د جګړې د پیل راهیسې د جګړۍ لیکو ته تر ټولو نژدې سیمې ته د پوتين سفر دی.

د جرمونو نړېوالې محکمې د جمعې په ورځ د پوتین د نیولو حکم صادر کړ. دغې محکمې پوتين له اوکراین څخه د سلونو ماشومانو د غیرقانوني انتقال په تړاو په جنګي جنایت تورن کړی دی. د محکمې دغه په لوړه سطحه سيبمولیک اقدام به سبب شي چې د روسيې ولسمشر نور هم منزوي شي.

د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زيلنسکی، په دغه موده کې د خپلو ځواکونو د لا مورال ورکولو په موخه په کراتو د جګړو سیمو ته تللی او ستراتيژيکې ويناوې ېې کړي دی. پوتین بیا برخلاف تر ډيره د کریملین ماڼۍ دننه پاتې شوی او له هغه ځایه په اوکراین کې جګړه چې مسکو ورته د «ځانګړي عملیات» نوم ورکوي، مدیریت کوي.

ورته نور ولولئ:د اوکراین جگړه: اروپا په پراخه کچه ځان په وسلو سمبالوي

په اوکراین کې د روسيې جګړه اوس په خپله ۱۳مه میاشت کې ده چې تر اوسه په کې په زرونو کسان وژل شوي او په میلیونونو نور بېځایه شوي دي.

(Reuters)mks/aa/

د اوکراین جګړې پر موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انخوریز البوم هم کلتی شئ: