د المپيک د دوبي سږنۍ سيالۍ په ټوکيو کې پای ته ورسېدې
۱۴۰۰ مرداد ۱۸, دوشنبهد المپيک د دوبي لوبې چې د «المپیاد XXXII لوبو» تر رسمي عنوان لاندې بايد د ۲۰۲۰م کال په دوبي کې ترسره شوې وای، د کرونا پاندمي په دليل يو کال وځنډول شوې. د المپيک د کميټې مشر توماس باخ د دې لوبو پای ته د رسېدو پر وخت وويل چې د دې لوبو ترسره کيدو «خلکو ته هیله او ډاډ» ورکړ.
د المپيک په سږنيو سياليو کې امريکا متحده ايالاتو تر ټولو ډېر مډالونه وګټل. د دغه هېواد لوبغاړي وتوانيدل چې د سياليو په ترڅ کې ۳۹ د زرو سرو، ۴۱ د سپينو زرو او ۳۳ د برونزو جایزې ترلاسه کړي.
چين د سرو زرو د ۳۸، سپينو زرو ۳۲ او ۱۸ برونزو مډالونو سره دويم مقام خپل کړ. درېم مقام بيا کوربه هېواد جاپان خپل کړ. دغه هېواد د سرو زرو ۲۸، سپينو زرو ۱۴ او د برونزو ۱۷ مډالونه په لاس راوړل.
په توکیو کي المپيک لوبي بې نندارچیانو ترسره کیږي
په پام کې ده چې د ټوکيو د المپيک تر سياليو پوره ۱۸۰ ورځې ووسته د المپيک د ژمي سيالۍ په پيکنګ کې ترسره شي.
د المپيک سياليو بل پړاو به په ۲۰۲۴م کال کې په پاريس کې ترسره شي.
زموږ له آرشيف څخه: