په توکیو کي المپيک لوبي بې نندارچیانو ترسره کیږي
۱۴۰۰ تیر ۱۸, جمعهد جاپان د المپیک وزیر سیکو هاشیموتو د پنجشنبې په ورځ (د جولای اتمه) اعلان وکړ چي په توکیو کې د سږکال د المپيک لوبي به پرته له نندارچیانو ترسره سي. د دغي پریکړي علت په جاپان کي د کرونا ویروس یووار بیا خپریدل په ګوته سوي.
مخکي له دې د المپیک د نړیوالي کمیټې رئیس توماس باخ هم چي د دغو سیالیو له پیل کیدو څخه دوې اونۍ مخکي توکیو ته تللی، د توکیو د ښار د حکومتي او شورا له استازو سره دغه موضوع مطرح کړې وه.
په توکیو کي د المپیا دوبنۍ سیالۍ د جولای له ۲۳ مي څخه د اګست تر اتمې پوري ترسره کیږي. څو وخته مخکي اعلان سوی وو چي بهرني نندارچیانو ته به د دغو سیالیو د لیدلو له پاره د ننوتو اجازه ور نه کړل سي.
د جاپان صدراعظم یوشیهیده سوگا د اضطراري حالت په اعلانولو سره، په پلازمېنه او د هغه په شاوخوا سیمو کي کرونايي تدابیر د اګست تر ۲۲ مي پوري غځولي دي. له اتباعو څخه غوښتل سوي دي چي د امکان تر حده په خپلو کورونو کي پاته سي. رستورانونه اجازه نه لري چي مشتریانو ته الکهولي مشروبات وړاندي کړي او د شپې له خوا باید تر معمولي وخت مخکي لا هرڅه وتړل سي.
هاشیموتو د دغو مقرراتو د وضعه کولو له پاره له هغو کسانو بخښنه وغوښته چي د دغو سیالیو له پاره یې ټکټونه رانیولي ول. په توکیو کي المپیايي سیالۍ باید تیرکال لا ترسره سوي وای، خو د کرونا د پاندیمي له امله او د سخت مالي تاوان په منلو سره هغه سږ کال ته وځنډیدلې.
GP/NZ/DW.Farsi