امريکا: د چين اتومي اوبتل د جوړېدو پر مهال ډوب شوی دی
۱۴۰۳ مهر ۶, جمعهد امريکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت لوړپوړو چارواکو د پنجشنبې په ورځ ويلي دي چې د چين نوی اتومي اوبتل د روان ميلادي کال په سر کې د جوړېدو پر مهال ډوب شوی دی.
د جون مياشتې د ستېلايت په انځورنو کې د ووچانګ د کښتۍ جوړولو په کارځای کې چېرې چې د ژاو – کلاس تهاجمي اوبتل لنګر اچولی وو، کرنینونه يا جرثقیلونه ليدل کیږي.
امريکايي چارواکو د اسوشتید پريس او رويترز په ګدون يو شمير خبري آژانسونو ته ويلي دي چې دا انځورونه ښيي چې کښتۍ ښايي د می او جون مياشتو ترمنځ موده کې ډوبه شوي وي.
چين د اوبتل د اوسني وضعيت په تړاو څه تائيد کړي نه دي. د اوبتل د ډوبېدو خبر لومړی د والستريت ژورنال له خوا خپور شوی وو.
چين: په دې اړه د ويلو له پاره څه نه لرو
د جوړېدو پر مهال به د يوه اوبتل ډوبېدل د چين له پاره چې د خپلو سمندري وړتياو پراخولو ته یې دوام ورکړی دی، يوه بالقوه ضربه وي.
په واشنګټن کې د چين د سفارت يوه وياند وويل: «موږ ستاسې له خوا د ذکر شوي خبر په اړه خبر نه یو او دمګړۍ له شريکولو له پاره هیڅ معلومات نه لرو.»
امريکايي چارواکو چې د نوم نه ښوولو په شرط یې رويترز خبري آژانس سره خبرې کړي، وويل دا د حيرانتيا وړ نه ده چې د چين سمندري ځواک دې د اوبتل د ډوبېدو خبر پټ کړي.
دوی زیاته کړې ده: «د روزنې د معيارونو او ابرازو د کيفيت په اړه پر پوښتنو سربيره دې پېښې د پي ال ای [د خلکو د آزادۍ پوځ] د داخلي مسئوليت پذيرۍ او د چين د دفاعي صنعت د نظارت په اړه ژورې پوښتنې رامنځته کړي دي چې له اوږدې مودې راهيسې له فساد سره لاس او ګريوان دی.
زموږ له آرشيف څخه:
ب. ص/ ن. ز (AP, Reuters)