چین د بالستیک توغندي لومړۍ ښکاره ازموېنه کړې ده
۱۴۰۳ مهر ۴, چهارشنبهچین د لومړي ځل له پاره په ښکاره توګه اعتراف کړی دی چې د چهارشنبې (د سپټمبر ۲۵ نیټه) په ورځ یې په ارام سمندر کې د قاره ويشتونکي توغندي بریالۍ ازموېنه کړې ده. له دې پرمختګ سره کیدای شي چې د چین د اټومي وړتیاو یا صلاحیتونو په هکله نړیوالې اندېښنې زیاتې شي.
د چین دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وویل: «د چهارشنبې په ورځ چې کوم بالستیک توغندی و ازمایل شو، پر هغې ساختګي سرګولولې نصب شوې وې او د تمې مطابق په سمندري سیمه کې په ټاکل شوي ځای کې لویدلی دی.»
د دفاع وزارت ویاند ژانګ ژیاوګینګ وویل چې «د بالستیک توغندیو دغه ازموېنه د دوی د عادي کلني روزنیزو پروګرامونو یوه برخه وه او په دې کې کوم هیواد یا هدف نه دی په نښه کړای شوی.»
نوموړي زیاته کړه چې دغه ازموېنه د نړیوالو قوانینو او مقرراتو مطابق وه او هدف یې د وسلو او پوځي روزنې د وړتیاو ارزونه وه. د چین دفاع وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
د چین دولتي خبري آژانس شینهوا په یوه جلا رپوټ کې ویلي دي چې چین اړونده هیوادونو ته لادمخه خبر ورکړی و، خو مسیر یې نه و واضح کړای شوی او یا دا چې دغه توغندی به د ارام سمندر په کوم ځای کې لویږي.
شینهوا په خپل رپوټ کې زیاته کړه، له دې تجربې څخه «د وسلو او تجهیزاتو د کارکردګۍ او د پوځیانو د روزنې سطح په اغیزمنه توګه و ارزول شوه او د تمې مطابق هدف ترلاسه کړای شو.»
چین لسګونه اټومي عملیاتي سرګلولې لري
چین د چهارشنبې په ورځ په لومړي ځل په ښکاره ډول تائیده کړه چې د قاره ويشتونکي بالستیک توغندي ازموېنه یې کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر شنونکي وایي چې د پیکینګ د اټومي پروګرام د پراخولو سرعت د اعتبار وړ لږ تر لږه کچې څخه، ډیر مخکې دی. بیجینګ وایي چې د «اول نه استعمالولو» تګلاره عملي کوي.
د چین د ازادي بخښونکي ولسي پوځ توغندیزو ځواکونو ته، چې د هیواد د عنعنوي او اټومي توغندیو څارنه کوي، د چین د اټومي ځواکونو د نوي کولو کار سپارل شوی دی، څو د امریکایي توغندیو مقابله وکولی شي.
د چین د پوځ په وینا د ولسمشر شي جن پنګ په مشرۍ مرکزي پوځي کمېسیون د اټومي قوماندې یوازنۍ مرجع ده.
امریکا ډېر وختونه پر چین نیوکه کوي چې دغه هیواد پر خپل اټومي فعالیتونو پرده اچوي. بیجینګ په جولای میاشت کې پر تایوان د امریکایي وسلو د پلورلو حوالې په ورکولو سره له واشنګټن سره اټومي مذاکرات بند کړې وو.
پنټاګون تیر کال اټکل کړی و چې له چین سره تر ۵۰۰ ډیر عملیاتي اټومي سرګولولې دي، په کوم کې چې نږدې ۳۵۰ یې قاره ويشتونکي بالستیک توغندي دي او دغه شمیر به تر ۲۰۳۰م کاله پورې کیدای شي ۱۰۰۰ ته ورسیږي.
د دې په مقابل کې امریکا او روسیې په ترتیب سره ۱۷۷۰ او ۱۷۱۰ عملیاتي سرګولولې ځای پرځای کړي دي. پنټاګون وایي چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې به، د بیجینګ اکثره وسلې د تیارسۍ په لوړه کچه کې وي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز