1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بېربوک په کيف کي: آلمان به مرستو ته ادامه ورکړي

۱۴۰۱ شهریور ۱۹, شنبه

د آلمان د باندنيو چارو وزيره په يو ناڅاپي سفر د اوکراين پلازمېني کيف ته ورسېدله. هغې ژمنه وکړه چي آلمان به د اوکراين سره نوري مرستي وکړي.

https://p.dw.com/p/4GfES
د آلمان خارجه وزيره انالېنا بېربوک د اورگاډي په مرسته کيف ته ورسېدله
د آلمان خارجه وزيره انالېنا بېربوک د اورگاډي په مرسته کيف ته ورسېدلهانځور: Michael Fischer/dpa/picture alliance

انالېنا بېربوک د آلمان د باندنيو چارو د وزيري په توګه په دويم ځل و اوکراين ته سفر وکړ. د آلمان د زرغون ګوند دغې سياستوالي و کيف ته تر رسېدو وروسته وويل چي د دغه سفر مقصد يې دا دی چي وښيي، چي «تر کوم وخته پوري چي ورته اړتيا وي موږ به د وسلو د لېږد او بشري او مالي مرستو له لاري د اوکراين تر څنګ ودرېږو.»
بريتانيا: اوکرايني ځواکونو تر ۵۰ کيلومترۍ پورې سيمې له روسانو بیرته نيولي
هغې وويل چي پوتين پر دې حساب کوي چي «موږ به د اوکراين په رنج کي له برخه اخيستلو ستړي سو.» د هغې په وينا د کرملين مشر پوتين فکر کوي: «چي زموږ ټولنې په درواغو سره بېلولای او د انرژۍ د رسد په موضوع سره ګواښلای سي.» د آلمان د خارجه وزيري په وينا خو د پوتين دغه هيلي بايد پوره نسي. هغې وويل چي له دې کبله اوکراين ته راغلې ده چي د دغه هيواد خلکو ته وښيي چي له دې وروسته هم ورباندي تکيه کولای سي.

بېرکوک د شنبې او يکشنبې په منځنۍ شپه له پولنډ څخه په يو ځانګړي اورګاډي کي د يو کوچني پلاوي په ملتيا کيف ته روانه سوه. د جګړې له پېل راهيسي د اوکراين هوايي قلمرو تړل سوی دی. بېربوک به په کيف کي د نورو تر څنګ د اوکراين د باندنيو چارو د وزير دميترو کولېبا سره هم ملاقات وکړي.
اوکراين ۳۰۰ میليارده يورو تاوان غواړي
د آلمان د زرغون ګوند سياستواله بېربوک د روان کال په می مياشت کي د آلمان د خارجه وزيري په توګه په لومړي ځل اوکراين ته تللې وه. د جګړې له پېل راهيسي و اوکراين ته د آلمانۍ کابينې د يوې غړي دا لومړی سفر ؤ. بېربوک په خپل لومړي سفر کي په کيف کي د آلمان سفارت بېرته پرانيستلی ؤ او د ولسمشر ولوديمير زيلنسکي او کولېبا سره يې ملاقات کړی ؤ.
آ./ا.ا./ن.ص.