بريتانيا: اوکرايني ځواکونو خارکيف کې ځينې سيمې بیرته نيولي
۱۴۰۱ شهریور ۱۹, شنبهد بریتانيا د استخباراتي ارزونو پر بنسټ چې د شنبې په ورځ ېې پر ټويټر خپرې کړي، ځینو اوکرايني ځواکونو د خارکيف په سويلي سیمه کې «چې مخکې د روسي قواوو له خوا نېول شوې وې، تر ۵۰ کيلومترو پورې» پرمختګ کړی دی.
د آلمان خبري آژانس په حواله، سرچينې زیاته کړې چې روسي ځواکونه د جګړې په شمالي او سويلي برخو کې تر سختو فشارونو لاندې دي. د اوکراين ولسمشر، ولاديمير زيلنسکي، هم د جمعې په ورځ وويل چې اوکرايني ځواکونو د دغه هیواد په سويلي سیمه خارکيف کې له ۳۰ ډير ښارګوټي او کلي بېرته نيولي دي.
زيلنسکي وويل: «موږ په تدريجي ډول د نوو سیمو د نيولو په حال کې يو.» زيلنسکي زیاته کړه: «موږ د اوکراین هرې سيمې ته بېرته اوکرايني بیرغ وروړو او د خپلو خلکو محافظت کوو.»
هغه په عين حال کې يادونه کړې چې د اوکراین په ختيځه سیمه دونباس او همدارنګه په سويل کې لا هم «سختې جګړې» ادامه لري.
په اوکراين کې جګړه د روان کال د فبرروۍ په ۲۴مه پر دغه هیواد د روسيې له پوځي يرغل سره پیل او تر اوسه ادامه لري. په دغه موده کې لويديځ، اوکراین سره د روسيې پر ضد جګړه کې د ميليارډونو ډالرو په ارزښت پوځي مرستې کړي دي.