1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنېستې انترنيشنل: آلمان دې د افغانانو منلو ته ادامه ورکړي

۱۴۰۳ مرداد ۲۶, جمعه

د بخښنې نړېوال سازمان چې مقر ېې په لندن کې دی له آلمانه غوښتي دي چې د افغانانو منلو ته ادامه ورکړي. ځينې داسې اندېښنې موجودې دي چې ممکن آلمان د اقتصادي ستونزو په دليل د افغانانو د منلو پروګرام ودروي.

https://p.dw.com/p/4jXIn
په ۲۰۲۱م کال کې پر افغانستان د طالبانو د بیاواکمنېدو وروسته د آلمان په ګډون ګڼو هېوادونو ته افغانان وایستل شوي چې لا هم دغه بهیر ادامه لري
آرشیف سپتمبر ۲۰۲۱ - د کابل له هوايي ډګره بهر هېوادونو ته د افغانانو د تخلیې بهير انځور: KARIM SAHIB/AFP/Getty Images

د بخښنې نړېوال سازمان د آلمان څانګې وياندې تريسا بريګمن وويل: «د افغانستان له پاره د منلو پروګرام د هغو افغانانو له پاره چې له شديد خطر سره مخ دي، د هيلو یوه څرک دی.»

بريګمن زیاته کړه چې له خطر سره د مخامخ افغانانو د منلو پروګرام په ادامه کې د آلمان د کورنیو چارو وزارت نقش لري: «دا د کورنیو چارو وزيرې نانسي فيزر، پورې تړاو لري، ممکن له راتلونکې کاله دغه پروګرام ته بودجه ورنکړل شي. دا شرمناکه ده.»

د آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخې، د دغه پروګرام له طریقه د شاوخوا ۳۱۰۰ افغانانو د منلو غوښتنې منل شوي او په پام کې ده راويستل شي، خو راتلونکې ېې نامعلومه ده.

د آلمان د بشري حقونو کمشنره، لوئيز آمتسبرګ، وايي چې د افغانانو د منلو پروګرام له خطر سره مخ افغانانو د حفاظت له پاره یوه «مهمه وسيله» ده. هغه زياتوي په افغانستان کې سخت وضعیت ته په کتو د دغه پروګرام ادامه «ضروري» ده.

د بخښنې نړېوال سازمان وايي له کله نه چې طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان بیا واکمن شوي په دغه هېواد کې د نړیوالو قوانینو خلاف بشري جرمونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې ادامه لري.

په دې درې کلنه موده کې د طالبانو له لوري د فعالانو او خبریالانو د نيولو او شکنجې رپوټونه ورکړل شوي چې ورسره جوخت زیات خلک له افغانستانه د وتلو هڅې کوي.

امنیستې انترنیشل یا د بخښنې نړېوال سازمان ليکي چې ډېر افغانان ایران، پاکستان او ترکيې ته مهاجر شوي دي، په داسې حال کې چې هلته هم له اقتصادي ستونزو او حتی بېرته افغانستان ته د اخراج له خطر سره مخ دي.

خو د طالبانو حکومت په کراتو د نړېوالو سازمانونو دا ډول څرګندونې رد کړي او هغه ېې ناسم تبلیغات بللي دي. 

(dpa)mks/nz/

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل