د زاکسن داخله وزیر: د افغانانو د منلو پروګرام دې ودرول شي
۱۴۰۳ تیر ۱۷, یکشنبهد آلمان د زاکسن ایالت د کورنیو چارو وزير، آرمین شوستر، چې مسیحي دموکرات له ګوند څخه دی، د مهاجرت موضوع په تړاو پر «شدیدو مهمو اقداماتو» ټینګار کړی دی. هغه د مجرم او خطرناکو مهاجرو د اخراج له پاره د طالبانو او سوريې رژيمونو سره د ديپلوماتيکې مذاکرې د پيلولو له پاره یوه پنځه مادیزه طرحه وړاندې کړې ده.
دغه آلماني سیاستوال د آلمان خبري آژانس ته وويل: «فدرالي دولت یوې جامع طرحې ته اړتیا لري تر څو وشي کړی د مهاجرت په سیاست کې د اړتیا وړ د فوري مسیر بدلون په موثره توګه پيل کړي.»
شوستر چې په پر له پسې ېې توګه ېې د آلمان له سرحدونو بهر د مهاجرو دوسیې پر څېړنو ټینګار کړی، وویل چې په دې کې باید د سرحدونو لا شديد کنټرول هم شامل وي: «له هغې جملې څخه هغه افراد چې غواړي له یو دریمګړي امن هېواد څخه د پناه غوښتنې له درخواست سره آلمان ته داخليږي باید رد شي او افغانستان، سوريې او مغرب هېوادونو ته د خطرناکو افرادو د اخراج پروسه باید فورا پیل شي.»
د شوستر په پنځمه مادیزه طرحه همدا ډول غوښتنه شوې چې خارجي مجرمان او هغه خطرناک افراد چې باید آلمان ترک کړي، فورا ونیول شي، مګر دا «چې په خپله په داوطلبانه توګه هېواد [آلمان] پرېږدي.»
شوستر زیاته کړه: «هدف دا دی چې په لنډمهاله کې پناه اخیستنې ته په لاسرسي کې شدید کمښت راشي او ورسره جوخت د جنجال جوړونکو افرادو اخراج په دوامداره توګه زیات شي.»
سر بیره پر دې، د اخراج فدرالي مرکزونه باید جوړ شي، د هغو کسانو د کورنۍ بیا یوځای کول دې ترسره شي چې لنډ مهالی محافظت لري او له افغانستان څخه د داوطلبانه منلو پروګرام باید ودرول شي.
د منلو دغه پروسه په ۲۰۲۲ کال کې پیل شوه. خو هغه ډول چې اعلان شوې وه عملي نه شوه.
د زاکسن د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه: «زه فکر کوم امنیتي وضعیت ته په کتو، له افغانستان او سوریې سره ډیپلوماټیکې خبرې اترې ممکنې او مناسبې دي.»
زاکسن ایالت، له اوږدې مودې راهیسې د آلمان د فدرالي حکومت د پناه غوښتنې په پالیسۍ کې د ژور بدلون غوښتونکی دی.