1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یو خبریال د طالبانو پر نظام د نیوکو له کبله محکوم شوی

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۳ دی ۲۵, سه‌شنبه

د طالبانو ادارې یوې محکمې یو افغان خبریال د «طالبانو ضد» رسنیو سره د همکارۍ په تور په ۱۸ میاشتې بند محکوم کړی دی. د خبریالانو مدافع بنسټونو د طالبانو دغه اقدام غندلی او د تجدید نظر غوښتنه یې کړې ده.

https://p.dw.com/p/4p8VW
مهدي انصاري د ۲۰۲۴م کال د اکتوبر په پنځمه نیټه د طالبانو له خوا د کابل په دشت برچي کې نیول شوی و.
مهدي انصاري د ۲۰۲۴م کال د اکتوبر په پنځمه نیټه د طالبانو له خوا د کابل په دشت برچي کې نیول شوی و.انځور: Jonas Walzberg/dpa/picture alliance

د خبریالانو نړیوال فدراسیون او د افغانستان د خبریالانو خپلواکې اتحادیې نن سه شنبه (د جنورۍ ۱۴ نیټه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو د یوې محکمې له خوا د افغان خبریال مهدي انصاري د محکومولو پریکړه په کلکه غندلې ده.

د کابل ښار په دریم زون کې د طالبانو ابتدایي محکمې د «افکا» رسنۍ افغان خبریال مهدي انصاري د روان کال د جنورۍ په اتمه نیټه د دې ډلې پر وړاندې د تبلیغ کولو په تور په یوه کال او شپږ میاشتې بند محکوم کړی دی.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون (آی اف جي) او د افغانستان د خبریالانو خپلواکې اتحادیې د طالبانو د محکمې دغه حکم غندلی او له طالبانو څخه یې غوښتې دي چې پر دغه خبریال د لګول شوو تورونو په یوې څنډې ته کولو سره دې هغه په عاجل ډول خوشې کړي.

د خبریالانو د نړیوال فدراسیون د معلوماتو پر بنسټ مهدي انصاري د ۲۰۲۴م کال د اکتوبر په پنځمه نیټه د طالبانو ادارې د استخباراتي کارمندانو له خوا د کابل په دشت برچي سیمه کې په نامعلوم تور نیول شوی و.

د طالبانو استخباراتو د همدې ورځې په مازیګر د دغه خبریال کورنۍ ته د هغه د نیول کیدو خبر ورکړ او ویې ویل چې نوموړی د یوټیوب په خپل شخصي شبکه کې د طالبانو ضد ویډیوګانو خپرولو په دلیل نیول شوی دی.

یوه له دغو ویډیوګانو څخه د شعیه روحاني مشر ایت الله واعظ زاده بهسودي، د وینا وه چې د طالبانو له خوا د امر بالمعروف پر نوي تصویب شوي قانون یي نیوکه کړې وه.

دا لومړی ځل نه و چې مهدي انصاري د طالبانو له خوا نیول شوی و. دغه خبریال په ۲۰۲۳م کال کې په کابل کې د هزاره لږکۍ پر روزنیز مرکز د ځانمرګي برید د لومړۍ کلیزې په مناسبت د یوه فیسبوکي پوست له کبله نیول شوی و.

د افغانستان د خبریالانو خپلواکې اتحادیې ویلي دي چې د محکمې په راتلونکي غونډه کې د مهدي انصاري د سزا کمولو له پاره د دوی هڅې روانې دي.

د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو له خوا د واک تر نیول کیدو وروسته په افغانستان کې پر خبریالانو او رسنیو فشار زیات شوی دی. تر نیمایي ډیرو رسنیو خپل فعالیت بند کړی دی او ډیر شمیر خبریالان او د رسنیو کارمندان په غیر قانوني او خپل سري ډول د نیول کیدو، زورول کیدو او تاوتریخوالي شاهدان ول.

د رپوټونو په حواله په افغانستان کې د طالبان واک ته رسیدو پر مهال ۸۴۰۰ کسان د افغانستان په رسنیو کې پر کار بوخت ول، خو اوسمهال یوازې ۵۱۰۰ تنه په رسنیو کې کار کوي چې له دې ډلې یوازې ۵۶۰ تنه یې ښځي دي.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون د انديښنې په څرګندولو سره ویلي دي چې په افغانستان کې خبریالان له لویو ننګونو د هغې له جملې څخه د نیول کیدو، تاوتریخوالي او زورول کیدو سره مخامخ دي.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون له طالبانو غوښتي دي چې د رسنیو د کارمندانو نیول دې بند کړي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې دې د رسنیو د ازادۍ او ټولنو د ازادۍ ملاتړ وکړي.

طالبانو د رسنیو ازادي او مسلکي توب څومره سانسور کړی دی؟

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2