د خبریالانو له پاره خونړی کال؛ په تیره بیا غزه کي
۱۴۰۳ دی ۱۳, پنجشنبهد خبریالانو نړیوال فدراسیون د ۲۰۲۴م کال د دسمبر پر ۳۱ د یوه رپوټ په خپرولو سره خبر ورکړ چي په ۲۰۲۴م کال کي په ټوله نړۍ کي په مجموعي کي ۱۲۲ خبریالان او د رسنیو فعالین وژل سوي دي چي ۱۴ یې ښځي دي. په دې ډول ۲۰۲۴م کال د خبریالانو او رسنیو خاوندانو له پاره یو له مرگونو کلونو څخه وو.
دغه نړیوال بڼسټ درې اونۍ مخکی د دسمبر پر لسمه خپل رپوټ کي په ۲۰۲۴م کال کي د وژل سوو خبریالانو شمیر ۱۰۴ اعلان کړ. له هغه تاریخ څخه د ډسمبر تر ۱۸ پوري نور ۱۸ خبریالان وژل سوي دي چي په هغوی کي ۹ کسان یې په فلسطیني سیمه او دوه تنه یې په سوریه کي وه.
د خبریالانو وژل کیدل؛ ډېره برخه یې په غزه کي
د خبریالانو د نړیوال فدراسیون د ارقامو له مخي، ډېر خبریالان د غزې او لبنان د جگړو په ترڅ کي وژل سوي دي. ددغو شمېرو له مخي په ۲۰۲۴م کال کي د ټولو وژل سوو خبریالانو ۸۵ سلنه چي ۶۴ فلسطینیان، ۶ لبنانیان او یو سوریایی دی، د نښتو په ترڅ کي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ددغه رپوټ له مخې، د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر د ۷ پر اسرائیل باندي د حماس د ترهگري ډلې له برید راهیسي چي په غزه کي د جگړې د پیل سبب سوه، تر اوسه پوري په مجموعي ډول ۱۴۷ فلسطیني خبریالان وژل سوي دي چي دغه سیمه یې د "مډرنو خبریالانو په تاریخ" کي یوه له ډېرو خطرناکو سیمو څخه ګڼل سوې ده.
په آسیا او پاسیفیک کي ۲۲ وژل سوي خبریالان
د خبریالانو نړیوال فدراسیون وايي چي په ۲۰۲۴م کال کي په مجموعي ډول ۲۲ خبریالان په آسیا او پاسیفیک کي وژل سوي دي؛ د هغوی په ډله کي کیدای سي په پاکستان کي ۷ او بنگله دیش کي ۵ وژل سوو خبریالانو ته اشاره وسي.
همدارنگه په همدغه کال کي د افریقا په وچه کي ۱۰، په امریکا کي ۹ او په اروپا کي ۴ کسانو په رسنیو کي د فعالیتونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
چین، اسرائیل او میانمار؛ "د خبریالانو تر ټولو لوی زندانونه"
د خبریالانو نړیوال فدراسیون، له چین څخه د ۱۳۵ خبریالانو، اسرائیل څخه د ۵۹ او میانمار څخه د ۴۴ زنداني خبریالانو په درلودلو سره په نړۍ کي د خبریالانو د ټولو سترو زندانونو په توگه یاد کړي دي.
اړوند:یوناما: طالبانو تر ۲۵۰ ډېر خبریالان نیولي دي
د ياد رپوټ له مخي، په ۲۰۲۴م کال کي په مجموعي ډول ۵۱۶ خبریالان بندیان سوي دي چي په دغه رقم کي د وروستیو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳م کال کي په ترتیب سره ۳۷۵ او ۴۲۷ خبریالان بندیان سوي ول.
د آسیا او پاسیفیک سیمه په یوازي سر په زندانونو کي ۲۵۴ بندي خبریالان لري. په اروپا کي ۱۴۲، منځني ختیځ او عربي نړۍ کي ۱۰۲، افریقا کي ۱۷ او لاتین امریکا کي یو کس په زندان کي دي. په اروپا کي د بندیان سوو خبریالانو ډېر شمېر په روسيه او بلاروس کي دي.
په ایران کي د خبریالانو وضعیت
د خبریالانو د نړیوال فدراسیون په رپوټ کي په ایران کي د خبریالانو وضعیت ته اشاره نه ده سوې. ډېرو نړیوالو معتبرو بڼسټونو په وروستیو کلونو کي له ایران څخه د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو له پاره یو له سترو زندانونو څخه یادونه کړې ده.
د هغوی په ډله کي د بې سرحده خبریالانو سازمان د روان کال په می میاشت کي چي د رسنیو د آزادۍ له ورځي سره سمون خوري، د یوه رپوټ په خپرولو سره اعلان وکړ چي ایران د رسنیو د آزادۍ په جدول کي د ۱۸۰ هیوادونو په ډله کي ۱۷۶ ځای لري.
په ايران کي پر خبریالانو باندي د فشار د وروستیو قضیو په منځ کي، د تهران د انقلابي محکمې د ۲۶مې څانګې د یوې پریکړې پر اساس، د ایران الاصله امریکايي خبریال او د فردا راډیو پخوانی خبریال رضا ولیزاده په لس کاله بند محکوم سو.
د خبريالانو د نړيوال فدراسيون په فارسي پاڼه کي د موجوده شمېرو له مخي، پر رضا وليزاده، سربېره پنځه نور خبريالان چي ويدا رباني، روح الله نخعي، سعيده شفيع، مصطفى نعمتي او زينا مودارس گورجي، پکښې شامل دي چی اوس د ایران په زندانونو کې شپې او ورځي تیروي.