متقي: له هند سره د اړيکو پياوړي کولو پر سر توافق شوی
۱۴۰۳ دی ۲۶, چهارشنبهپه افغانستان کې د طالبانو ادارې د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي، د سې شنبې په ورځ متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر په تړاو په يوه مطبوعاتي غونډه کې اعلان وکړ چې هند او افغانستان سوداګریزو او ديپلوماتيکي اړيکو ته پر ودې ورکولو باندې توافق کړی دی.
متقي، د جنورۍ مياشتې پر ۸مه نيټه د هند د بهرنیو چارو وزارت له معين سره ليدنه کتنه کړې وه. د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د یوې اعلامیې په حواله په دغه ناسته کې سیاسي او اقتصادي مسئلو سره په تړاو لرونکو مهمو موضوعګانو خبرې شوې وې.
د هند د بهرنيو چارو وزارت هم هغه وخت په يوه اعلاميه کې ويلي ول چې په دې ليدنه کتنه کې په افغاسنتان کې د هند پر بشردوستانه پروګرامونو سربیره «پريکړه شوې ده چې هند په نږدې راتلونکي کې د پراختيايي پروژو په برخه کې فعال کیدل هم په نظر کې ونيسي.»
متقي، په کابل کې د خبرو اترو په ترڅ کې دا هم تائيد کړه چې هند به افغان اتباعو ته د ویزې د ورکړې په برخه کې آسانتياوې رامځته کړي. نوموړي همدا شان د افغانستان د تجارتي توکو له پاره د يوه مهم بازار په توګه د هند پر اهميت هم رڼا واچوله.
متقي، پر دې سربیره ټینګار وکړ چې د افغانستان د بهرني سياست لومړيتوب اقتصاد ته وده ورکول دي او دا چې دوی د نړيوالو اړيکو په برخه کې يوه باانډوله چلند ته ليوال دي.
نوموړي وويل: «موږ له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړیکي غواړو.»
هند د تېر ميلادي کال په اوږدو کې د طالبانو له حکومت سره خپلې اړيکي وار په وار پراخې کړي دي. په نومبر میاشت کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په ممبي کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې يو سرپرست قونسل موظف کړ چې د هند له لوري ومنل شو.
هند د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر تر اوسه په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پيژندلی او له طالبانو سره یې د اړيکو په برخه کې تر اوسه محتاطانه چلند کړی دی.
د هند امنيتي انديښنې
په هند کې د افغانستان پخوانی سفیر احمد سرور، په دې باور لري چې له طالبانو سره د هند د تعامل هڅې، د دغه هېواد په امنيتي انديښنو پورې اړه لري.
احمد سرور، د دويچه ویله د «آشتي» په خپرونه کې په خپلو خبرو کې وويل: «هغه مسئله چې ډېره مهمه ده د امنيت مسئله ده او هنديان هم غواړي چې په افغانستان کې د پاکستان د مخالفو ډلو له حضوره ګټه پورته کړي.»
اړونده موضوع:هندی جنرال: کشمير کې وژل شوي ۶۰ سلنه ترهګر پاکستانیان دي
د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه اسحاق اتمر، هم وايي چې دی تر اوسه دې نتیجې ته نه دی رسېدلی چې ګني د پاکستان او طالبانو اختلاف دې جدي وي.
نوموړي د «آشتي» په خپرونه کې وويل: «دا له احتمال څخه لېرې ده چې ووايو له پاکستان يا پاکستاني جنرالانو سره دې د طالبانو اړيکي ګډې وډې شوي وي. دا يوه لوبه ده او هند په دې موخه دې لوبې ته داخل شوی دی چې د پاکستان د نفوذ مخه ونيسي.»
د پاکستان حکومت ادعا کوي چې د پاکستان د تحريک طالبان ډلې غړو او مشرانو په افغانستان کې پناه اخيستې او له هغه ځايه په پاکستان کې خپل بريدونه تنظيموي. خو په کابل کې واکمنو طالبانو د پاکستان دا ادعا په وار وار سره رد کړې ده.