1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

هندی جنرال: کشمير کې وژل شوي ۶۰ سلنه ترهګر پاکستانیان دي

احمد ولي اڅکزی | جاوِيد اختر
۱۴۰۳ دی ۲۴, دوشنبه

د هندوستان د پوځ مشر جنرال اوپیندر دوېدي ویلي چې په جمو کشمیر کې د وژل شوو ترهګرو ۶۰ سلنه او هلته فعال ۸۰ سلنه ترهګر پاکستانیان دي. جنرال دوېدي ډاډ ورکړی چې هند او بنګله دېش ته اوس مهال د هېڅ لوري څخه کوم ګواښ نشته.

https://p.dw.com/p/4p77b
په کشمير کې هندي عسکر
هند په کشمير کې امنيتي تدابير زيات کړي ديانځور: Basit Zargar/ZUMAPRESS.com/picture alliance

د هندوستان د پوځ مشر جنرال اوپیندر دوېدي د جنورۍ په ۱۳مه، د هند د پوځ د ورځې څخه مخکې په خپله کلنۍ دودیزه خبري ناسته کې د شمالي سرحدونو په اړه وویل چې حالت "حساس" خو ثابت دی.

جنرال دوېدي وویل: "په جمو کشمیر کې په داسې وخت کې چې موږ له ترهګرۍ څخه سیاحت ته مخه کوو، هلته د وژل شوو ترهګرو ۶۰ سلنه پاکستانیان دي او په ایالت کې فعال ۸۰ سلنه ترهګر هم پاکستانیان دي."

په کشمیر کې دوه هندي پوځیان او دوه ملکیان وژل شوي دي

د جمو کشمیر د وضعیت په اړه د هند د پوځ مشر وویل چې حالات "په ټوله کې د کنټرول لاندې دي او د پاکستاني اړخ سره د اوربند تړون پر ځای دی."

جنرال دوېدي بیا هم وویل چې د نفوذ هڅې روانې دي او د پاکستان له اړخه "د ترهګرۍ بنسټیز جوړښت" پر ځای پاتې دی.

د بنګله دېش سره د سرحد وضعيت

جنرال اوپیندر دوېدي د بنګله دېش سره د سرحد د وضعیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د هند او بنګله دېش د اړیکو ستراتیژیک اهمیت ته اشاره وکړه. هغه د بنګله دېش د پوځ د مشر وروستیۍ څرګندونې يادې کړې چې پکښې هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل ستراتیژیک اهمیت منلی و. د بنګله دېش د پوځ مشر جنرال وقارالزمان ويلي ول:"هند زموږ لپاره په ستراتیژیک لحاظ ډېر مهم دی او بنګله دېش هم د هند لپاره مهم دی."

د یادونې وړ ده چې د هند او بنګله دېش په سرحد کې د هند د سرحدي امنیتي ځواکونو له خوا د اغزن سیم نصبولو پر موضوع ډاکې سخت اعتراض کړی دی. د هند لوړپوړی کمیشنر په ډاکه کې د بهرنیو چارو دفتر ته ورغوښتل شوی او په دې اړه یې ورته د بنګله دېش ناخوښي څرګنده کړل شوې ده.

هندي کشمیر کې ۷ کسان په ډزو وژل شوي دي

د هند د پوځ مشر ډاډ ورکړی چې اوس مهال د هېڅ لوري څخه کوم ګواښ نشته. هغه وویل: "نن ورځ د هېڅ لوري څخه کوم ګواښ نشته. کله چې دا بدلونونه راغلل، زه د بنګله دېش د پوځ له مشر سره په اړیکه کې وم. د نوامبر په میاشت کې مو د ویډیو کنفرانس هم درلود."

د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکارۍ په اړه هغه وویل چې د موجوده حالت په نظر کې نیولو سره ګډ تمرینونه ځنډول شوي دي. خو جنرال دوېدي هیله څرګنده کړه، "لکه څنګه چې حالات ښه کیږي، دا تمرینونه به هم بېرته روان شي. تر اوسه زموږ اړیکې د پوځ سره ښې او غوره دي."

د چین سره "مسائل حل شوي"

د هندوستان د پوځ مشر وویل چې په ختیځ لداخ کې د دیپسانګ او ډیمچوک سیمو کې "مسائل حل شوي" دي.

هغه زیاته کړه چې د سرتیرو د ګزمې او د بزګرانو له خوا د څارویو د څرولو په اړه ټولو قومندانانو ته په ځمکني کچه د دې مسائلو د حلولو واک ورکړل شوی دی.

هغه د "د ملت جوړونې او ملي امنیت په برخه کې د رسنیو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ" رول ته هم اشاره وکړه. د هند د پوځ مشر وویل: "زه په دې باوري یم چې رسنۍ او امنیتي ځواکونه د ملت جوړونې او ملي امنیت په برخه کې د یو بل سره د یوځای کیدو لویه وړتیا لري."

Deutschland Bonn | Ahmad Wali Achakzai
احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.