په بوسنیا کي د مهاجرو د قاچاق په تور ۸ کسان نیول سوي دي
۱۴۰۳ آبان ۱۰, پنجشنبهد انساني قاچاق د یوه بانډ اته غړي چي ښايي لږترلږه ۱۴۰۰ مهاجر یې په غیرقانوني ډول ایټالیا ته انتقال کړي وي، په بوسنیا هیرڅیگووینا کي ونیول سول.
د صربسکا جمهوري برخې د کورنیو چارو وزارت ویاند د چهارشنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته وویل چي دغه مهاجرله پاکستان، افغانستان، هند ، اریتریا او چین هیوادونو څخه وه.
چارواکو ویلي دي چي نوموړي مهاجر بوسنیا ته له رسېدو وروسته، د «اونا» د رود له لاري په کښتۍ او یا هم په لاریو کي د پټیدو په واسطه، ښايي لومړی گاونډي هیواد کرواسیا ته انتقال سوي او له هغه ځایه د موټر او یا هم لارۍ په مرسته ایټالیا ته انتقال سوي دي.
دغه ۸ شکمن کسان د بوسنیا په بېلابېلو سیمو کي د عملیاتو په ترڅ کي د یوروپول او پولیسو د همکارۍ په مرسته په کراوسیا، سلوانیا او ایتالیا کي ونیول سول.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، پولیسو څو وسلې، ۵۱ زره نغدي یورو، څو موټر او کښتۍ هم مصادره کړي دي. چارواکو ویلي دي چي دغه بانډ چی له ۲۰۲۰م کال راهیسي فعالیت کوي، ښايي مخدره مواد یې هم قاچاق کړي وي.
بوسنیا په اصطلاح د بالکان لارې په اوږدو کي موقعیت لري چي مهاجر تل اروپايي ټولني ته د رسېدو له پاره ورڅخه کار اخلي. دغه هیواد او کرواسیا په تکرار سره د انساني قاچاق په تور د شکمنو کسانو د نیولو خبر ورکوي.
د رسمي شمېرو له مخې د روان کال په ۹ میاشتو کي په کرواسیا کي د مهاجرو د قاچاق په تور ۱۴۳۰ کسان نیول سوي دي، چي د تیرکال د همدغه وخت په پرتله، څه ناڅه ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
پر دغه لار ځیني وخت د غیرقانوني مهاجرت په تړاو د مرگونو پیښو رپوټونه هم ورکول کیږي. په اگست میاشت کي د بوسنیا او صربستان ترمنځ له یوه رود څخه د تیریدو د هڅې پر وخت د یوې کښتۍ د اوښتو له امله ۱۲ مهاجر مړه سول.
GP/NZ/AG