1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په دوه جلا پېښو کې ۴ پاکستاني عسکر او دوه ماشومان وژل شوي

۱۴۰۳ آبان ۱۷, پنجشنبه

د پاکستان په شمال ختيځ کې د سړک غاړي ماین په چاودنه کې د پاکستان ۴ امنيتي ځواکونه وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي. پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ د دغه خبر په تائید زیاته کړه چې په یوه بله چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4mkiu
آرشیف - د پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت په مربوطاتو کې تر یوې بمي چاودنې وروسته د پولیسو یو موټر
آرشیف - د پاکستان په شمال ختيځ کې د سړک غاړي ماین په چاودنه کې د پاکستان ۴ امنيتي ځواکونه وژل شوي او ۵ نور ټپیان ديانځور: Sherin Zada/AP Photo

د پاکستان د ځاي پولیسو یو افسر دلاور خان د پنجشنبې په ورځ (د نومبر ۷مه) وويل چې پر امنيتي ځواکونو د سړک غاړې ماین چاودنه د چهارشنبې په ورځ په جنوبي وزیرستان کې شوې ده. په یوه بله جلا چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي دي.

اسوشتید پریس خبري آژانس خپل د پنجشنبې ورځې رپوټ کې ويلي دي چې دغه چاودنه د امنيتي ځواکونو یوه موټر ته نژدې شوې چې مسئولیت ېې تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی. خو په ۲۰۲۱م کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته په دغه سیمه کې پاکستاني طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

په رپوټ کې زیاته شوې چې په همدې ورځ لږ وروسته د خيبر پښتونخوا ایالت په تیرا، کې دوه ماشومان د یاغیانو له لوري د توغول شوې هاوان مرمۍ په چاودنه کې وژل شوي دي. پولیسو ويلي دغه ماشومان د چهارشنبې په ورځ ښوونځي ته پلي روان وو چې دغه پېښه رامنځ ته شوه.

د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا ایالت په جنوبي وزیرستان او هغه ته نژدې نورو قبايلي علاقو کې د پاکستاني طالبانو او نور وسله والو پر ضد په لسونو چاڼيز عملیات ترسره کړي، خو وسله والو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

(AP)mks/sr

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب