هرات ته د روغتیا نړېوال سازمان روغتیاپالان رسېدلي
۱۴۰۲ مهر ۲۲, شنبهد روغتیا نړېوال سازمان پر خپله ایکس پاڼه لیکلي ددغه سازمان د روغتیاپالانو په ډله کې ۲۱ ښځېنه ډاکټرانې، قابله ګانې او نرسان شامل دي.
سرچینه زیاتوي: «هغوی هرات ته رسېدلي چې د هرات زلزله ځپلو کلیو ته په ګرځنده روغتیايي ډلو کې میندو او ماشومانو ته روغتیايي خدمتونه ورسوي.»
له کابله ګومارل شوې دا روغیتايي ښځېنه کارکوونکې به د یوې اونۍ لپاره روغتیايي خدمتونو برخه کې کار وکړي.
زلزله ځپلو سره د جاپان مرستې
هاخوا په کابل کې د جاپان سفارت ویلي نن شنبې (د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر ۱۴مه) د جایکا بیړنیو مرستو جوپه کابل ته رسېدلې: «د جایکا بیړنیو مرستو له ډلې خیمې، کمپلې، د خوب توشکې او نور د کابل نړېوال هوايي ډګر ته رسېدلي او د سره صلیب نړېوال فدراسیون او د سرې میاشتې ټولنې ته سپارل شوي دي.»
جایکا JICA یا د جاپان نړېوالې همکارۍ اداره په نړېواله کچه په پرمختیايي او بشري خوندېتابه برخو کې کار کوي.
د جاپان سفارت وايي، دا مرستې به ډېرژر مصیبت ځپلو خلکو ته ورسول شي. د سفارت په وینا جاپان د افغانستان له خلکو ملاتړ ته دوام ورکوي.
تردې وړاندې د امریکا د ۱۲ میلیونه ډالرو په ګډون یوشمېر نورو هېوادونو او مرستندویه بنسټونو هم د افغانستان زلزله ځپلو سره د مرستو ټټر وهلی.
ولسي مرستې
د مرستو په لړ په ولسي کچه هم د هرات زلزله ځپلو سره په کور دننه او بهر د مرستو راټولولو کمپاینونه روان دي خو د طالبانو پېښو ته د رسېدو چارو وزارت اعلان کړی چې ددغه وزارت له همغږۍ پرته هیڅوک د مرستو ټولولو اجازه نه لري.