1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاکړ: عربستان په پاکستان کې ۲۵ میليارډ ډالره پانګونه کوي

۱۴۰۲ شهریور ۱۴, سه‌شنبه

د پاکستان موقت صدراعظم، انوارالحق کاکړ، د سعودي عربستان له خوا په پاکستان کې د ۲۵ میليارډ امریکايي ډالرو په ارزښت پانګونې څخه خبر ورکړ. هغه دغه راز ويلي دي چې د خصوصي کولو درېدلی بهير به هم بېرته احیا کړي.

https://p.dw.com/p/4Vz0z
د آرشیف انځور: د پاکستان موقت صدراعظم، انوارالحق کاکړ (په منځ) کې له پاکستاني سناتورانو سره
د آرشیف انځور: د پاکستان موقت صدراعظم، انوارالحق کاکړ (په منځ) کې له پاکستاني سناتورانو سرهانځور: PPI/Zumapress/picture alliance

کاکړ د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر ۵مه) وويل چې عربستان به دغه پانګونه په راتلونکو دوو تر پنځو کلونو کې په ګڼو سکتورنو کې وکړي.

دپاکستانموقت صدراعظم په خپل دفتر کې خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې د سعودي عربستان به د کانونو د استخراج، کرهڼې او معلوماتي تکنالوژۍ په برخو کې پانګونه وکړي. هغه دغه اقدام له بهر څخه په پاکستان کې دمستقيمې پانګونې د جذبولو د هڅو يوه برخه وښوده.

د پاکستان موقت حکومت چې د دغه هېواد د ځپلي اقتصاد د ودې له پاره هلې ځلې کوي، په جولای میاشت کې بریالی شو چې د پیسو نړېوال صندوق سره هم د ۳ ميليارډه امريکايي ډالرو په قرضې توافق ته ورسيږي.

رويترز خبري آژانس چې له اسلام آباده ليکي چې سعودي عربستان په سملاسي توګه د کاکړ د څرګندونو پر اساس د دوی پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړي.

که چېرته دغه پانګونه تائید شي، نو دا به د سعودي عربستان شاهي حکومت له خوا په پاکستان کې تر ټولو ستره پانګونه وي چې تر اوسه ساری نه لري.

که څه هم کاکړ په ډاګه نه کړه چې سعودي عربستان په پاکستان کې په کومو برخو کې پانګونې ته ليوالتيا لري، خو تېره مياشت بريک ګولد شرکت (ABX.TO) چې د فلزاتو د استخراج په برخه کې کار کوي، ويلي وو چې غواړي د پاکستان د سرو زرو او مسو کانونو په تړاو په سعودي عربستان کې خپل کار پيلوی.

mks/bs(Reuters)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب