1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان کې د برېښنا بيو لوړوالي پرضد احتجاجونه دوام لري

۱۴۰۲ شهریور ۱۲, یکشنبه

په پاکستان کې عام وګړي د ډېرو ورځيو راهيسې د برېښنا يا بجلۍ له لوړو بيو شکايت او اعتراض کوي. د خالي په ورځ ډېرو سوداګرو په لويو ښارونو کې آن خپل دکانونه تړلي پرېښودل.

https://p.dw.com/p/4Vter
د آرشیف انځور - پاکستان کې مظاهرې
د آرشیف انځور - پاکستان کې مظاهرېانځور: Abdul Majeed/AFP/Getty Images

د اسلام پاله جماعت اسلامي ګوند په بلنه هټيوالو په کراچۍ، لاهور، اسلام آباد او نورو ښارونو کې خپل دکانونه تړلي برېښودل. په کراچۍ کې په تېرو لسو کلونو کې داسې اعتصاب نه و شوی، چې دومره بريالی دې اوسېدلی وي. دغه خبره عتيق مير وکړه چې د بېلابېلو تجارتي ټولنو د يوه چتري سازمان مشر دی. خو په اعتصاب کې د برخوالو د شمېر په هکله دقيقې شمېرې نه شته.

موقت لومړي وزير انورالحق کاکړ بيا په اسلام آباد کې ژورناليستانو ته وويل چې ځينې ګوندونه د برېښنا يا بجلۍ د لوړو بيو موضوع د خپلو انتخاباتي کمپاينونو له پاره استعمالوي. د برېښنا لوړو بيو په تېرو اوونيو کې په ټول هېواد کې اعتراضونه پارولي چې قهرجنو خلکو پکې د بجلۍ بلونه سوځولي، سړکونه تړلي او د برېښنا شرکتونو دفترونو ته ېې اور لګولی دی.

اټومي ځواک لرونکی پاکستاند ډېرو کلونو راهيسې په يوه سخت اقتصادي بحران کې قرار لري. د يوه کال په ترڅ کې د برېښنا، ګاز او تېلو بيې له دوه برابره زياتې جګې شوې دي. سياسي بې ثباتۍ او د ۲۰۲۲ کال د اوړي سيلابونو اقتصاد نور هم ضعيف کړی دی. مالي کارپوهان د ډېر وخت راهيسې تغييرات او اصلاحات غواړي.

د پيسو نړيوال صندوق هم په خپلې وروستۍ مرستندويه بستې پورې شرطونه تړلي دي. ټاکل شوې ده چې دغه پيسې به له پاکستان سره د انرژۍ په سکتور کې کمک وکړي. حکومت د ورسره تړلو شرطونو له کبله په دغه بهير کې ځنډ راوستی دی ځکه چې يو شرط يې عامو خلکو ته د بيو په ټيټولو کې مرسته کول دي. خو په ورته وخت کې ځينو سازمانونو خبرداری هم ورکړی دی چې د انرژۍ لوړې بيې بلې خوا ته شرکتونه د ډيواليتوب له خطر سره مخامخ کوي.

  (dpa)mns/mks