کاناډا: په ترافیکي پيښه کې ۱۵ کسان وژل سوي دي
۱۴۰۲ خرداد ۲۶, جمعهپولیس وايي چي یو کوچنی بس چي سپين ږیري خلک يې انتقالول د منیتو ولایت په یوه کلیواله سیمه کي له یوې لارۍ سره ټکر سوی دی، چي په پایله کي يې ۱۵ کسان وژل سوي دي.
په منیتوبا کي د پولیسو یو مشر پاپ هیل وايي، په بس کي ۲۵ کسان سپاره ول چي لس يې روغتون ته وړل سوي دي.
زموږ فېسبوک پاڼه دلته کتلای سی
دغه د موټرو ټکر د دوو لویو سړکونو په نښتې برخه کي کاربري ښار ته نژدې پېښ سوی دی. یاده سیمه د ولایت له مرکز څخه ۱۷۰ کیلو میتره لیري ده.
د موټر سپرلۍ د زړو له کور څخه په کاربري ښار کي یوقمار ځای یا کازینو ته بېول کېدل.
پولیس وايي د بس او لارۍ موټروانان ژوندي دي، خو معلومه نه ده چي کوم یو ملامت دی.
د کندهار-کابل پر لویه لار ترافیکي پيښې مرګ ژوبله اړولې ده
د کاناډا لومړي وزیر جاستین ترودو په یو ټویټ کي لیکلي دي: «د منیتوبا په کاربري کي خبرونه یوه داسي تراژیدي دي چي د سړي زړه ته نه لویږي. زه هغو کسانو ته، چي په دې پېښه کي يې خپلوان وژل سوي دي د زړه له تله خواخوږۍ څرګندوم او د ټپیانو په فکر کي یم.»
په تېره یوه لسیزه کي دا په کاناډا کي د لویي لاري یوه تر ټولو خونړۍ پېښه ده، تر ټولو زړه بوږونکې ترافیکي پېښه په ۱۹۹۷م کال کي هغه مهال پېښه سوه چي د سپين ږیرو خلکو لېږدونکی موټر یوې درې ته ور ولوېدی او ۴۴ کسان پکښي ووژل سول.