د کندهار-کابل پر لویه لار ترافیکي پيښې مرګ ژوبله اړولې ده
۱۴۰۲ اردیبهشت ۷, پنجشنبهد کندهار د والي ویاند حاجي زید د پنجشبنې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د اپریل ۲۷مه) دویچه ویله ته وویل چې یو ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکی موټر له کندهاره کابل ته روان و، چي د دامان ولسوالۍ په مربوطاتو کي د زیات سرعت له امله چپه سوی دی. د زید په قول، په یاده پېښه کي ۱۸ مسافر ټپيان او۶ کسه مړه سوي دي.
اړوند: کندهار: تیره میاشت ترافیکي پيښو نږدې ۸۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
هغه په خپلو څرګندونو کې وړاندې وویل چې د پيښي قربانیان د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته وړل سوي، چي د ۲ تنو ټپیانو حالت نازک دی. ویل کیږي، چي په ټپیانو کي ښځي او ماشومان هم شامل دي.
اړوند: په افغانستان کي ټرافيکي پيښي گڼ شمېر انسانان وژني
د کابل کندهار لویه لار اکثره وخت د داسي خطرناکو پيښو شاهده وي، چي د ټرافیکو مسؤلین يې پړه د موټرچلوونکو پر بې غورۍ او زیات سرعت ور اچوي، خو موټر چلوونکي بیا د لاري خرابوالی هم د دغسي پیښو لوی علت ګڼي.