په کابل کې چاودنه شوې
۱۳۹۴ تیر ۱۶, سهشنبهد کابل د پولیسو ویاند عبادالله کریمي ویلي دي چې په دغه چاودنه کې درې تنه ټپیان شوي دي. هغه دغه کسه د «بهرنیانو» په توگه یاد کړي دي، خو د هغوی د هویت په هکله څه نه دي ویل شوي.
په کابل کې د ائتلافي ځواکونو ویاند د فرانس پرس خبري آژانس ته د بهرنیو ځواکونو د موټرو پر کاروان برید تائید کړی دی او ویلي یې دي چې د پیښې په هکله نور معلومات راټولوي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي هم پيښه تائید کړې ده او ویلي یې دي چې یوه ځانمرگي برید کوونکي د بهرنیو ځواکونو له کتار سره خپل موټر جنگولی دی.
تر دې مخکې د فرانس پرس خبري آژانس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش له قوله لیکلي وو چې د کابل په سویل ختیځه برخه کې ترسره شوې چاودنه ښایي ځانمرگی برید وي. خو هغه هم د مرگ ژوبله په هکله کوم معلومات نه وو ورکړي.
د آلمان خبري آژانس د عیني شاهدانو له قوله لیکلي دي چې د برید هدف د بهرنیو ځواکونو د موټرو کتار وو. طالبانو د ټویټر په ټولنیزه شبکه په خپل لنډ پیغام کې د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.