په لښکرگاه کي ځانمرگي بريد ۲ وژلي او ۴۰ ټپيان کړي
۱۳۹۴ تیر ۹, سهشنبهد هلمند د پوليسو وياند فريد احمد عبيد، فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي پېښه نن سهار د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ مخي ته هغه مهال وسوه چي يوه ځانمرگي بريد کوونکي د چاودېدونکو موادو ډک لارۍ موټر ته چاودنه ورکړه.
هغه ويلي دي: «زموږ لومړي راپورونه ښيي چي په دغه ځانمرگي بريد کي دوه کسان وژل سوي او نزدې ۴۰ نور ټپيان سوي دي.» هغه زياته کړه چي ټول کسان ملکيان دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم دغه پېښه تائيد کړې ده او ويلي ئې دي: «دا ډېره پياوړې چاودنه وه. ډېر ملکي کسان په خپلو کورونو کي د ښيښو په ماتېدو سره ټپيان سوي دي.»
ويل کيږي چي چاودنه دونه پياوړې وه چي تر ډېرو ليري ځايونو پوري ئې د کورونو د کړکۍ ښيښې ماتي کړي او د نزدې کورونو دروازې ئې هم ماتي کړي دي.
د لښکرگاه د ايمرجنسي روغتون يوه ډاکټر ويلي دي چي تر اوسه پوري ئې دوی ته نزدې ۴۰ تنه ملکي ټپيان ور وستلي دي.
د پيښي مسئوليت تر اوسه پوري چا پر غاړه نه دئ اخيستی.