په هلمند کي په سونو کورونه خالي شوي دي
۱۳۹۹ مهر ۲۲, سهشنبهله څو ورځو راهیسې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ته څیرمه او په یو شمیر نورو سیمو کې حکومتي ځواکونه له طالبانو سره په جګړه کې ښکیل ول.
د آلمان خبري آژانس د هلمند ولایت د یوه ځایي چارواکی له قوله لیکلي دي: «افغان امنیتي ځواکونو له یو شمیر سیمو پرشاتګ کړی وو څو امنیتي ځواکونو او ملکیانو ته د تلفاتو له اوښتو ډډه وشي. اوس د دغه سیمو د بیرته نیولو له پاره عملیات روان دي.»
د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې په هلمند ولایت کې بریښنا پارچاو ده او سړکونه او پلونه د طالبانو له لوري الوزول شوي دي، په داسې حال کې چې حکومتي ځواکونه د یاغیانو پر مورچلو هوایي او ځمکني بریدونه کوي.
د تلفاتو دقیق شمیر معلوم نه دی، خو بې سرحده ډاکټرانو د دوشنبې په ورځ ویلي ول چې په ښار کې تراوما روغتون له حده ډک دی.
د افغانستان د دفاع وزارت یاد خبري آژانس ته د طالب جنګیالیو د شمیر په هکله څه نه دي ويلي.
دغه نښتې په داسې حال کې شوي دي چې په قطر کې د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې اترې کیږي. دغه خبرې اترې یوه میاشت دمخه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پېل شوې وې خو لا تر اوسه پکې کوم پرمختګ نه دی شوی.