هلمند او هرات کې د ماین چاودونو ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
۱۳۹۹ مهر ۱۹, شنبهد افغانستان د دفاع وزارت نن شنبې ورځ (د ۲۰۲۰م کال د اکتوبر لسمه) په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې یو مسافر وړونکی موټر د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي ماین باندې ورختلی، چې د ښځو او ماشومانو په شمول پکې پنځه غیر نظامیان وژل شوي او نهه تنه ټپیان شوي دي.
د هلمند ځایي چارواکي د دغې پيښې په تائیدولو سره وایي چې دغه مسافر وړونکی موټر د ګرشک ولسوالۍ په مهاجر بازار سیمه کې د سړک غاړې پر ماین ورختلی دی. د ځایي چارواکو په وینا ټپیان د دغه ولایت مرکزي روغتون ته انتقادل شوي دي. د طالبانو یوه ویاند ویلي دي چې دغه مسافر وړونکی بس، د دولتي ځواکونو د «دي سي» توپ هدف ګرځیدلی دی، خو ځایي چارواکو د طالبانو دا ادعا رد کړې ده. پر دې سربیره د هرات ځایي چارواکو هم خبره ورکړی دی چې په دغه ولایت کې یو مسافر وړونکی موټر د سړک غاړې پر ماین وربرابر شوی دی.
د هرات د ځایي چارواکو په وینا په دغه پيښه کې دوه تنه وژل شوي او نور ۱۱ ټپیان دي.
دغه پيښه تیره شپه د کابل – هرات، پر لویه لاره د شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو ته څیرمه رامنځه ته شوې ده. په داسې حال کې چې په دوحه کې د سولې خبرې اترې کیږي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي لړۍ زور اخیستي او په زیاته بیا د سړک غاړې چاودنو په ترڅ کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي.
ش ۱ / ص.ا