په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شو
۱۴۰۱ تیر ۶, دوشنبهسږ کال په پکتیکا ولایت کې د ګوزڼ د یوې پيښې تر ثبتیدو وروسته، په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د زیاتیدو په هکله اندېښنې ډیرې شوي.
خو د ښځینه واکسیناتورانو کمښت د پولیو واکسین د تطبیق په برخه کې یوه له مهم مشکلاتو ګڼل کیږي. ښځینه واکسیناتورانې له خپل محرم او په بشپړ حجاب سره باید په دغه کمپاین کې برخه واخلي، چې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین قطرې ورکړي.
ځینې واکسیناتورانې وایي چې دغه محدودیتونه د ښځینه واکسیناتورانو د کمښت سبب شوي.
د افغانستان په ځینو سیمو کې د پولیو ویروس پيښې شته. په تیر کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ څلور مثبتې پېښې ثبت شوي دي. د ماشومانو د ګوزڼ وهلو دغه ناروغي تداوي نه لري، او پر هغې د ماشومانو د نه اخته کیدو یوازینۍ لار د واکسین تطبیق دی. د دې واکسین تطبیق کولی شي ماشومان له معلولیت څخه وساتي.
په افغانستان کې د پولیو واکسین د پروګرام مسوولین وایي چې د هوا په ګرمیدو سره د ماشومانو د فلج کیدو پيښو د زیاتیدو خطر هم ډیریږي.