1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياپاکستان

په خيبر پښتونخوا کې ولي د پوليو ناروغي بيرته پر ډېريدو ده؟

۱۴۰۱ خرداد ۲۰, جمعه

په داسې حال کې چې د نړۍ په کابو ټولو سيمو کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغي له منځه تللې ده، خو په پاکستان کې يو ځل بيا د پولیو مثبتې پیښې په ډېريدو دي. په دې وروستیو کې ډېرې پېښې په شمالي او جنوبي وزيرستان کې ثبت شوي دي.

https://p.dw.com/p/4CVj9
BG Geschichte der Impfungen | Polio Pakistan
انځور: Metin Aktas/AA/picture alliance

د پاکستان د پوليو له منځه وړولو کمپاين په جنوبي او شمالي وزيرستان کې د پوليو د ډېرو پېښو له کبله دمګړۍ له ګډوډۍ سره مخامخ دی. د يوازې يوې میاشتې په موده کې په دغه سيمه کې د پوليو ۸ نوې پېښې ثبت شوي دي چې دې په پاکستان کې د دغې ناروغۍ د بيرته ډيريدو په اړه جدي انديښنې راټوکولي دي. د پوليو له کبله د يوه ماشوم د فلج کیدو وروستۍ تازه پېښه د ۲۰۲۱م کال په جنورۍ مياشت کې ثبت شوې وه.

کارپوهان وایي چې د واکسين په هکله شک د دې ناروغۍ د خپريدو تر ټولو ستر لامل دی. دا په داسې حال کې ده چې خلک مخ پر زياتيدونکي توګه د واکسين جعلي نخښې کاروي څو خپل اولادونه واکسين نه کړي.

د پاکستان د روغتيا فدرالي وزير عبدالقادر پتېل له دويچه ویله سره په خبرو کې وویل: «داسې ښکاري چې په شمالي وزيرستان کې به د پوليو ناروغي په هماغه بڼه خپره شي لکه په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹ کې چې وليدل شوه چې کله په يوه سيمه کې د ناروغۍ خپريدا مشاهده شوه. موږ یې د مخنيوي نه ستړې کیدونکي هڅې کوو.»

پاکستان کې د ۱۵ مياشتو راهيسې د ګوزڼ لومړۍ پېښه ثبت شوه

نوموړي وويل: «د نړۍ ۹۹ سلنه برخه اوس له پوليو پاکه ده. زموږ ماشومان هم د دې لا علاجه مرض څخه په امان کې د ژوند حق لري.» د پوليو يا ګوزڼ ناروغي چې زياتره هغه ماشومان اغیزمنوي چې لا پنځه کلن شوي نه وي، د ستون فقرات مهرې اغیزمنولی او د فلج باعث ګرځيدلی شي.

د واکسين په اړه شکونه او د ناروغۍ بيرته خپريدل

د پاکستان د پوليو ضد کمپاين يوه چارواکي چې د نوم نه بربنډولو په شرط یې له دويچه ویله سره خبرې کولې، وويل: «د پوليو د واکسين جعلي نخښې کارول او يا له واکسين څخه انکار هغه دوه لاملونه دي چې په دې وروستيو کې د دې ناروغۍ د خپريدو سبب ګرځيدلي دي. د پولیو د واکسين ټيمونه له هغو ميندو پلرونو سره لاس يو کوي چې نه غواړي خپل اولادونه واکسين کړي.»

کله چې د پوليو واکسيناتوران کور په کور ګرځي او ماشومانو ته د پوليو څاڅکي ورکوي نو واکسين شویو ماشومانو ته پر ګوته يوه نخښه کوي. خو هغه ميندې پلرونه چې نه غواړي اولادونه واکسين کړي، د خپلو اولادونو ګوتې په جعلي توګه رنګوي.

د پاکستان حکومت په دې وروستيو کې په شمالي وزيرستان کې چې د پاکستاني طالبانو پوخ سنګر بلل کیږي، او د پوليو ډېرې پېښې پکې ثبت شوي دي، پلټنې ترسره کړې.

د پاکستان د ميډيکل ايسوسيشن یا د طب ټولنې مشر ډاکتر قیصر سجاد، دويچه ويله ته وويل: «دا نوې پېښې واقعاً له پوليو څخه د پاکيدو په لور په روان يوه هېواد کې ډېرې خطرناکې دي. زه په راتلونکي کې د پېښو له ډېريدو ويره لرم.» نوموړي زیاته کړه: «د پوليو پروګرام به هغه کارکوونکي چې د جعلي نخښو په قضيو کې ښکيل وي، له دندو ګوښه کړي.»

د توطيې نظریې هم يوه ستره ستونزه ده. د هاجرې وزير په څېر ځيني کسان د مثال په توګه په دې آند دي چې دا واکسين د غربي هېوادونو له خوا د مسلمانو نارينه وو د خسي کولو په موخه کارول کيږي.

د شمالي وزیرستان دغې ۲۷ کلنې مور دويچه ویله ته وويل: «لوېديځ واکسين د يوې پردې یا بهانې په توګه کاروي او زموږ حکومت یې هم له اجنډا څخه ملاتړ کوي.»

د پاکستان حکومت په تېرو ۲۵ کلونو کې د ټول هېواد په کچه د پوليو واکسين کمپاین پر لاره اچولی چې په ترڅ کې واکسيناتوران کور په کور ګرځي او ماشومانو ته د پوليو د واکسین څاڅکي ورکوي. د پوليو د واکسين په دې ډلو کې زياتره ښځې برخه لري چې د امنيتي ساتونکو له خوا بدرګه کیږي.

په روان کال کې هم په دغه هېواد کې د پوليو واکسين درې کمپاینونه په جنورۍ، مارچ او مې میاشت کې د ټول پاکستان په کچه ترسره شوي دي. په جنوري او مارچ میاشتو کې د دې کمپاين پر وخت په خيبر پښتونخوا کې د پوليو دغه ډلې په دوو بيلو سيمو کې د وسله والو بريدونو ښکار شوې.

په ټوله کې په پاکستان کې وسله والو له ۲۰۱۲م کال راهيسې تر ۱۰۰ ډېر روغتيايي کاروونکي او د هغوی امنيتي ساتونکي وژلي دي. دمګړۍ د پاکستان ترڅنګ افغانستان د نړۍ هغه دویم هېواد دی چې اوس هم پکې د پوليو پېښې رامنځته کیږي. 

ب. ص/ ن . ز (Haroon Janjua)