په افغانستان کي د رسنیو اندېښمن وضعیت او ناڅرګند برخلیک
۱۴۰۱ آذر ۱۸, جمعهد دوی په قول، د بیان ازادۍ نشتوالی، د خبریالانو ځورول او ان وژل، په رسنیو کي پر ښځینه کارمندانو بندیزونه او اقتصادي ستونزي هغه څه دي چي په دغه هیواد کي د زیاتو رسنیو دروازې ور تړلي دي.
خو طالبان بیا وايي، د رسنیو اصولو ته ژمن او د خبریالانو ژوند ژغورل يې مسؤلیت دی.
په کندهار کي د یوې خصوصي راډیو مسؤل چي نه غواړي نوم يې خپور سي دویچه ویله ته وویل، د طالبانو له راتګ سره سم یوازي په کندهار کي تر ۱۶ زیات خبریالان، فېسبوکي فعالان او روڼ اندي د طالبانو له خوا نیول سوي، وهل سوي او یوشمیر کسان ان تر دوو اوونیو پوري په بندیخانه کي ساتل سوي دي.
هغه وويل: »زما زړه ډېر ډک دی، خو افسوس دلته هیڅوک ږغ نه سي پورته کولای، په راډیو کي موسیقي بنده ده، په خبرونو کي رښتیا نه سو ویلای، د انتقاد زغم دلته نه سته، پر یو عادي فېسبوکي پوسټ زموږ ملګري تر هفتې زیات بندیان او شکنجه سوي دي. »
په هلمند کي خبریال او لیکوال عزیز احمد شفیع هم دويچه ويله ته وايي، په لوی کندهار کي د راډیوګانو او ټلویزونونو ترڅنګ تر شلو زیاتو چاپي رسنیو نشرات درلودل، چي اوس یوازي د کندهار «طلوع افغان» په هلمند کي «هلمند جریده» او په زابل کي «زابل کلات» په دولتي کچه کله نا کله خپریږي، خو په روزګان کي هیڅ چاپي رسنۍ نه سته یوازي دولتي راډیو خلکو ته ترانې خپروي، چي دا ترانې د ولس درد نه سي دوا کولای.
«په هغه ټولنه کي، چي لوستي او قلم په لاس کسان په بېلا بېلو نومونو ځورول کېږي، نو هلته به رسنۍ په ځانګړي ډول چاپي مطبوعات څنګه وپايي؟ زه چي دغه روانو حالاتو ته ګورم، نو سخت مي ځوروي ځکه هغه د شلو کالو خوارۍ مو اوبو یوړې.»
خبریالان : افغان رسنۍ په قانوني خلا کې رسنيز فعالیت کوي
په افغانستان کي د خبریالانو ملي ټولني د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو میاشتو کي د یوې نظر پوښتني پرمهال د دې ټولني د رسنیو مسؤل مسرور لطیفي رسنیو ته ویلي ؤ، له خبریالانو سره يې د تاوتریخوالي ۳۰ پیښي ثبت کړي دي.
د ده په قول: «۷۰ سلنه رسنۍ تړل سوي، ۷۰ سلنه خبریالان وزګار سوي او د پاته فعالو رسنیو خبریالان له زیاتو ستونزو سره مخامخ دي.»
که څه هم نوموړی ټوله پړه پر طالبانو ور اچوي، خو د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مسؤلین وايي چي دوی د بیان آزادۍ ته ژمن، د اسلامي او افغاني اصولو په چوکاټ کي ټولي رسنۍ اجازه لري چي په پوره ډاډ خپل نشرات ولس ته وړاندي کړي.
د اراکوزیا راډیو مخکنی مشر اجمل تورمان د بیان ازادۍ په اړه د طالبانو خبرو ته د شک په سترګه ګوري او وايي، په افغانستان کي د رسنیو اوسنی حالت مخ پر ځوړ دی او زیاتوي له هغه راهیسي چي طالبانو پر هیواد ولکه ټینګه کړې ده، ورسره سم ټولي رسنۍ «تصویري، ږغیزي، چاپي او انلاین» ډیري اغېزمني سوي دي او د ده په خبره ولس ته تر بل هرمهال اوس د رسنیو سخته اړتیا ده.
په کابل کي د بي بي سي راډیو مخکنی خبریال عصمت بهیر بیا وايي چي د طالبانو بیا واکمنۍ نه یوازي د خپلواکو رسنیو پر وړاندي د بیان آزادي، اطلاعاتو ته لاسرسی او نوري مسلکي اړتیاوي محدودي کړې، ترڅنګ يې د خارجي ډونرانو او زیاتو خبریالانو له وطن څخه د وتلو یا پر کور د کښېنستلو له امله د رسنیو د تړل کیدو ته لار جوړه کړې ده.
هغه زیاتوي، په دې برخه کي تر ټولو ډېر زیان چاپي رسنیو او ښځینه خبریالانو ته رسیدلی دی: «د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته اکثریت رسنۍ د اقتصادي ستونزو، بیان ازادۍ نشتون او معلوماتو ته لاسرسي د محدودیت له امله تړل شوي دي. په تړل شوو رسینو کې لویه برخه چاپي رسنۍ دي. د گوتو په شماره چاپي رسنۍ چې اوس په دري او یوه وړه برخه یې په پښتو نشرات کوي د هغوی هم د اکثرو دفترونه له افغانستان دباندې دي او دننه په هېواد کې خبریالان نه لري.»
د بهیر په قول، له ټولني سره د یادو رسنیو لېریووالی د دې سبب سوی دی چي پر رسنیو د لوستونکو باور سخت کړی، ځکه نشرات يې د تا ویلي او ما ویلي پر بنسټ خپریږي.
افغان خبريالانې: هغه ورځې نږدې دي چې په رسنيو کې به هيڅ ښځه نه وي
پر مرکز کابل سربېره هرات، بلخ، ننګرهار، بامیان، غزنی، خوست، پکتیا، پکتیا، لوګراوګڼ شمېر نور هغه ولایتونه دي چي د خبریالانو او مطبوعاتیانو په قول يې د رسنیو حالت د هیواد د نورو ښارونو په ډول له زیاتو ستونزو سره مخامخ او له نړيوالو غواړو چي دې خواته د پخوا په ډول پاملرنه زیاته کړي، کنه هیوادوال به د لوږي ترڅنګ د اطلاعاتو په خلا کي ورځ په ورځ سرګردان ژوند کوي.
المان ته تازه راغلی د پکتیا ږغ او سلام وطندار راډیو مخکنی خبریال احمدالله احمدي دویچه ویله ته وویل، په سویل ختیځ کي ۲۲ چاپي رسنۍ او ځیني راډیوګاني یومخ بندي سوي دي.
په سویلي حوزه کي د ملګرو ملتونو د سياسي استازولي يوناما مشر الکساندر هم د رسنیو وضعیت اندېښمن ګڼي او زیاتوي، د رسنیو د سقوط ژغورني له پاره مالي منایع لټوي څو له دې لاري د خبريالانو اقتصادي ستونزي حل، مړژواندي رسنۍ ژغورل سوي او غیرفعاله رسنۍ بيرته فعالي سي.
په کندهار کي د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټې مشر احمد لودين وايي، د یوناما دا خبري په روانه اوونۍ کي په کندهار کي د خبریالانو او دولتي ویاندویانو د همږغۍ په یوه جوړه کړې غونډه کي یادي کړې. لودین وايي، د تړل سویو رسنیو د پرانیستلو له پاره د یوناما او نورو اړوندو څانګو مرستي اړیني دي: «په سویل کي دا مهال ۱۶ تصويري، ږغيزي، انټرنيټي او چاپي رسنۍ تړل سوي چي تر ټولو لويه ستونزه يې په هيواد کي د وروستي لوی بدلون وروسته اقتتصادي ستونزه یادولای سو.»
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو عمومي رئیس عبدالحق حماد دویچه وویل ته وویل، دوی د رسنیو د بیان آزادۍ ته د پوره ژمنتیا په بهیر کي د رسنیو ملاتړ ته پوره ژمن دي او په دې لار کي هیڅ چاته اجازه نه ورکوي چي رسنۍ محدودي یا هم ستونزي ورته جوړي کړي.
نوموړی وايي همدااوس په هیواد کي تر ۱۵۰ زیاتي راډیوګاني او تر ۵۰ هم زیات ټلویزیونه فعال او خلک له واقعیتونو خبروي.
په افغانستان کې معلوماتو ته لاسرسی؛ له طالبانو تازه غوښتنې
حماد زیاتوي: «پر ملي راډیو ټلویزیون سربېره په ټول هیواد کي همدااوس ۱۶۵ راډیوګاني، ۵۵ ټلویزیونونه، ۸ ورځپاڼي او ۱۹ مجلې فعالي دي.» د ده په قول، یوازي ۸ راډیوګاني، ۲ ټلویزیونونه او ۳ مجلې بندي سوي دي.
خو په افغانستان کي د ژورنالیستانو خپلواکي ټولني او د بې پولي خبریالانو ټولني په یوې ګډي سروې کي ویلي دي چي د طالبانو له بیا واکمنۍ څخه د ۲۰۲۲م کال تر فبروري میاشتي پوري په افغانستان کي ۲۳۱ بېلا بیلي رسنۍ بندي سوي او نژدې ۶۴۰۰ خبریالانو خپلي وظیفې له لاسه ورکړي دي چي تر ټولو ډېر تاوان ښځینه خبریالانو ته رسیدلی دی.