په ګاونډیو هیوادونو کې د افغان خبریالانو ناڅرګند برخلیک
د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د ځينو رسنيو تړل کېدو، امنیتي ننګونو او پر رسنیو د محدودیتونو له امله ځینو ژورنالیستانو افغانستان پرېښود او اوس په ګاونډیو هیوادونو لکه ایران او پاکستان کې له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.
د تخلیې په تمه د انتظار سختې شیبې
اغلې پوپلزۍ وايي چې «ما خپل کیس ډېرو سفارتونو ته ولېږو، ځينو یې ځواب را نه کړ او ډېرو زما له خوا د پناه غوښتنې وړاندیز رد کړی.» پر افغانستان د طالبانو تر بیا حاکمیت وروسته ډېر خبریالان بهرنیو هیوادونو ته د تخلیې په تمه ایران او پاکستان ته تللي دي. د دوی زیاتره د نامعلوم برخلیک په هکله شکایت لري.
د پناه غوښتنې د رد ځواب
افغان خبریالې شیبا پوپلزۍ په دغه ايميل کې د خپلو کاري اسنادونو سره مل، ورسره د شوي چلند داستان لیکلی چې ګواکې د کابل د سقوط په لومړۍ اوونۍ کې وسله والو کسانو چې هغه یې ''طالبان'' بولي، د هغې رسنۍ دفتر ته له ننوتلو منع کړې ده چې نوموړې پکې د خبریالې په توګه دنده درلوده. ۲۵ کلنه پوپلزۍ پنځه کاله له بېلابېلو رسنیو سره کار کړی خو اوس د خپلې کورنۍ پرته، په اسلام اباد کې په یوه کرایه کور کې اوسېږي.
له هیواده او مسلکه لیرې سخت ژوند
اغلې پوپلزۍ وايي، تراوسه هیڅ نړیوالې ادارې مالي مرسته نه ده ورسره کړې او له تیرو نهه میاشتې راهیسې يې مصارف به بهر کې مېشت مشر ورور ورکوي. خو پاکستان ته په تللو افغان خبریالانو کې بیا ډېر نور داسې هم شته چې، مالي لګښتونه يې خپل دي او له بې سرنوشتۍ ځورېږي.
مهاجرت او اقتصادي ستونزې
افغان خبریال شریف شګېوال نهه میاشتې کیږي چې په پاکستان کې ژوند کوي او په دغه هیواد کې له اقتصادي ستونزو شکایت کوي: «زما دوسیه د بېپولې خبریالانو له ټولنې سره ثبت ده، په لومړي سر کې يې رد ځواب راکړی و، خو ترهغې وروسته چې مې جزییات ورسره شریک کړل، تېره اوونۍ يې مثبت ځواب و.»
د تخلیې پیچلی سفر او اوږد انتظار
شګیوال په عاجله توګه تخلیې ته په تمه دی، خو وايي، د خبریالانو د دوسیو مستند کېدو پروسه چټکه نهده او ښايي تخلیه يې ډېرې نورې میاشتې وخت ونیسي. له دې سره هممهال پاکستان د ځینو تللو ژورنالیستانو شمېر يې داسې هم دي چې، د خپل ژورنالیستیک کارد ثبوت اسناد نهلري.
اوږد انتظار او اداري کاغذ پرانۍ
افغان ویډیو ژونالیست او اېډيټر رمان پناه وايي چې هر ځای یې دوسیې رد شوي. رمان زیاتوي: «هغه راپورونه چې ما جوړ کړي، یادونه پکې نه شوې چې ايډيت يې ما کړی، نو چې هر ادرس ته چې خپله دوسیه لېږم، زما د ژورنالیستک کار بېلګه غواړي، څو زما کار ورته ثابت شي، همدا لامل دی چې هر ځای مې دوسیه رد کېږي.»
د خبریالانو د ستونزو اوریدو له پاره اقدام
په اسلام اباد کې یو شمېر افغان خبریالانو د ''Afghan Journalists at Risk'' په نوم حرکت رامنځ ته کړی، څو د تخليې په تمه پاکستان ته د تللو افغان خبریالانو له پاره لابي وکړي. د دغه حرکت د رهبرۍ بورډ غړی عبدالله همیم مني چې تراوسه يې کومه مثبته پایله نه ده ترلاسه کړې خو هڅې به دوامداره ساتي.
په خپله لاس په کار کیدل
دغه حرکت، پاکستان ته تللي شاوخوا ۲۰۰ افغان خبریالان لیست کړي، خو وايي، دا شمېر ښايي تر دې هم ډېر وي. د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو ټولنې رئیس حجت الله مجددی وايي، په تېر یوه کال کې له ۷۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې رسنيزو کاروونکو هيواد پرېښی، چې ځینې يې لا هم په ګاونډيو هېوادونو کې بې سرنوشته پاتې دي.