زیلینسکي له نړیوالو د هوايي دفاعي سیستم غوښتنه کړې ده
۱۴۰۱ مهر ۲۶, سهشنبهپر اوکراین باندې د روسیې د «ځانمرګو بې پیلوټه الوتکو» تر بریدونو وروسته، کیف له نړیوالې ټولنې دغه هیواد ته د دفاعي سیستم د ورکړې غوښتنه کړې ده.
زیلنسکي د دوشنبې په ورځ ناوخته په یوه خپاره سوي بیان کې وویل : «نړۍ کولی سي او باید [د روسیې له لوري] دغه ترور ودروي. کله چې موږ د اوکراین د هوایې دفاعي توغندیز سیستم د اړتیا په هکله خبري کوو، موږ د حقيقي ژوندونو په هکله خبرې کوو، هغه چې په ورځني ډول د ترهګرو له خوا وژل کیږي.»امريکا او آلمان اوکراين ته دافع هوا سيسټم لېږي
زیلنسکي وویل: «دا یوازې د اوکراین په ګټه نه دي. روسیه چې هر څومره د تروریستي بریدونو فرصت کم ترلاسه کړي، دغه جګړه هغومره ژر ختمیدلی سي.» زیلینسکي دغه څرګندونې پر یو شمیر اوکرایني ښارونو باندې د روسیې تر شدیدو بمباریو وروسته وکړې.
زیلنسکي همدا راز زیاته کړه چې: «د دوشنبې په ورځ پر اوکرایني ښارونو د روسیې بریدونه د ایراني بې پیلوټه الوتکو «کميکازا» الوتکو پرمټ شوي دي.
د کیف په تازه بمباریو کې د اوکرایني چارواکو په خبره، څلور تنه وژل سوي دي. د ځايي چارواکو په خبره، په وژل سوو کسانو کې یوه ښځه چې شپږ میاشتنی میندواره وه له خپل خاوند سره وژل سوی دی.
ویل کیږی چې د اوکراین پلازمینه کیف کې د بریدونو له پاره د ایراني ځان وژونکی بې پیلوټه الوتکو څخه کار اخیستل سوی دی، خو تهران مسکو ته د پوځي تجهیزاتو د رسولو څخه انکار کړی دی.
د روسیې د الوتکې سقوط او له کبله یې مرګ ژوبله
روسي رسنیو د سه شنبې په ورځ د دغه هیواد د روغتیا وزارت د ویاند له قوله لیکلي چې د روسیې په جنوب لویدیځه سیمه کراس نادار کرای کې د يیسک بندري ښارګوټي کې د پوځي الوتکې د رالویدو له امله ۱۳ تنه ووژل سوي دي.
پر کیف د روسیې د بی پیلوټه الوتکې برید
د ریا خبري اژانس په حواله د روسیې د دفاع وزارت وایې چې د سو - ۳۴ ډوله بم غورځوونکې الوتکې تر نسکوریدو وروسته په شاوخوا ۲۰۰۰ مترمربع سیمه کې اور رامنځ ته کړی.
د کراسنادار کرای والي وینیامین کوندراتیف تر یادې پیښې څو ساعتونه وروسته وویل چې د بیړنیو مرستو عملې وکولی شول چې اور کابو کړي.
یسک د ازوف سمندرګي په غاړه کې پروت ښار دی، چې د اوکراین سره پوله کې د روسیې په خاوره کې دی. په دې سیمه کې چې شاوخوا ۹۰ زره اوسیدونکي لري، د روسیې د هوايي ځواکونو یوه پوځي اډه هم موجوده ده.
(AFP, AP, dpa, Reuters)