1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د مولانا طارق جمیل زوی ځان وژنه کړې ده

۱۴۰۲ آبان ۸, دوشنبه

د پاکستان د مشهور دیني عالم مولانا طارق جمیل مشر زوی د خپل ورور عاصم جمیل د ځان وژنې پيښه تائیده کړې ده. خو پولیس وایي چې د شواهدو او عدلي طب تر ارزونې وروسته به یې د مړينې علت په هکله معلومات ورکړي.

https://p.dw.com/p/4YBWQ
Maulana Tariq Jamil
انځور: picture-alliance/dpa/S. Mazhar

پولیس وایي چې هغه یو رواني ناروغ وو او د څو کلونو راهیسې یې درملنه روانه وه. د ملتان د سیمه ایزو پولیسو د یوه افسر سهیل چوهدري په حواله د سیمې د پولیسو افسر د «سي سي ټي وي» یا څار کمرې ویډیو لیدلې ده چې عاصم جمیل په کې د ځان وژنې په حالت کې لیدل کیږي.

خو پولیس وایي چې دغه ویډیو یې عدلي طب ته د ارزونې له پاره استولې ده. هغه ویلي دي چې د پيښې له ځای څخه شواهد را ټول کړای شوي دي.

سهیل چوهدري ویلي دي چې عاصم یو رواني ناروغ و او له څو کلونو راهیسې تر درملنې لاندې وو. نوموړي له یوې تُفنګچې سره ځان وژنه کړې ده.

پولیسو زیاته کړې ده «عاصم پخپله خوښه له یوې نجلۍ سره واده کړې و چې وروسته یې بیا طلاقه کړې وه.»

د مولانا طارق جمیل مشر زوی یوسف جمیل د خپل پلار له فیسبوکي حساب یا اکاونټ څخه په یوه ویډیويي پيغام کې د خپل ورور عاصم جمیل د ځان وژنې پيښه تائیده کړې ده.

هغه ویلي دي چې «زما کشر ورور د سکیوریټي ګارډ[پيره دار] وسله اخیستې او ځان یې ویشتلی دی». نوموړي هغه ګونګوسې رد کړې چې دوی له چا سره دښمني درلودله یا چا پرې برید کړی دی.

هغه وویل چې «زما ورور عاصم جمیل له کوچنیوالي څخه په شديد ديپريشن يا ژور خفګان اخته وو او د تیرو شپږو میاشتو راهیسې د هغه د ناروغۍ د شدت له کبله ورته د برق ټکانونه هم ورکول کیدل، څو د هغه ناروغي کنترول کړل شي.»

نوموړي زیاته کړه چې د دې سربیره دغې درملنې یې ورور ته کومه ګټه ونه کړه او تیره ورځ چې کله هغه په کور کې یوازې وو، ځان وژنه یې وکړه.

د پاکستان د سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ سربیره د مسلم لیګ (ن) ګوند مشر شهباز شریف او یو شمیر نورو پاکستاني سیاستوالو له طارق جمیل سره خپله غمرازي څرګنده کړې ده.

مولانا طارق جمیل په پاکستان کې د تبلیغي جماعت یا تبلیغیانو له مهمو مشرانو څخه شمیرل کیږي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص