د خوست علما: نور به د سولي د پاره د ممبر څخه تبليغ پيل کړو
۱۳۸۹ تیر ۱۷, پنجشنبهپه غونډه کي د هغه ولايت د بيلا بيلو سيمو ديني عالمانو د يو شمېر مدرسو خطيبانو او د ولسي جرگې استازو برخه درلوده.
دغونډي ګډونوالو ويل چي دوۍ به د سولي د راوستو دپاره هغه څه چي د دوۍ په وس کي وي ترسره کړي او هم به د خپلو ممبرونو د لاري دسولي دپاره تبليغات ترسره کړي.
په ولسي جرګه کي دخوست د خلکو استازى مولوي حنيف شاه حسيني د سولې په بهير کي د ديني عالمانو پر رول ټينګار کوي.
نوموړى وايي په تېرو اتو کالونو کي تش په نامه دسولي او روغي جوړي خبرې کيږي. د هغه په خبره دديني عالمانو دملاتړ پرته دسولي خبري نا شوني دي.
د سولي د روان بهير څخه د ديني عالمانو ملاتړ په خوست کي د عامو خلکو سره خوشبيني پيدا کړي.
د هغوئ په خبره چي،ديني عالمان دخلکو په منځ کي ډېرمهم ځاى لري او خلک ورته دقدر په سترګه ګوري.
د ځايي اوسېدونکو په خبره که دديني عالمانودغه ملاتړ رښتينى وي نو تر ډېره دا ډاډ سته چي په هيواد کي به تلپاتې سوله راسي.
فريدالله ظاهر/ خوست
کتونکی. زيارمل