طالبان: پاکستان ته د ۴ ټنه لیتیمو د قاچاق مخنیوی شوی
۱۴۰۲ خرداد ۲۸, یکشنبهد طالبانو د مالېې وزارت نن يکشنبه (د ۲۰۲۳م کال د جون ۱۸مه) پر خپلې ټويټرپاڼې ليکلي چې د ۷۲ کیلوګرامو د کونزیت قيمتي ډبره پاکستان ته د قاچاق په موخه په یوه باروړونکې لارۍ کې په ماهرانه توګه ځای پر ځای شوې وه.
کونزيت د نړۍ له قيمتي ډبرو څخه ده چې د امريکا د قيمتي مرواريدو له کليمې څخه اخیستل شوې ده.
ورته نور ولولئ: کانونو کې د افغان ماشومانو پر کار بندیز
د طالبانو د مالېې وزارت همدارنګه ويلي دي چې درې ورځې مخکې ېې هم په تورخم بندر کې پاکستان ته د څلور ټنه لیتيمو د قاچاق مخه نيولې وه.
په ننګرهار کې د ځايي طالب چارواکو په خبره، دغه مقدار ليتيم د ډبرو سکرو په یوه لارۍ کې ځای پرځای شوي ول. طالبانو د ليتيم د قاچاق په تور دوه تنه نيولي دي.
د لیتيم د توليد پر موضوع وېډیو وګورئ:
لیتيم د ګل خانه يي ګازاتو د کمښت په موخه یوه له ستراتيژيکو منابعو څخه ګڼل کيږي. له ليتيم څخه د برقي وسایلو د بطريو په جوړښت کې په پراخه کچه استفاده کيږي.
څو ورځې مخکې د کنړ ولایت يو شمېر اوسیدونکو ادعا وکړه چې د دغه ولایت د قيمتي ډبرو کانونه په خپل سري او غیرقانوني توګه کيندل او له افغانستانه بهر قاچاقيږي. هغوی ويلي وو چې د جمهوريت نظام تر ړنګېدو وروسته د دغو کانونو غیرقانوني کېندنو زور اخیستی دی.
ورته نور ولولئ: طالبانو د چین له سفیر سره د بانکي اړیکو په اړه خبري کړي دي
د افغانستان په ختيځ کې پروت کنړ ولایت د قيمتي ډبرو لکه کونزيت، بیروج، بلور، مورګانيت، مګنتيت او همدارنګه د نورو با ارزښته ډبرو کانونه لري.
له افغانستانه بهر، په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو ته د قيمتي ډبرو قاچاق، کومه نوې خبره نه ده. د افغانستان د قيمتي ډبرو کانونه له کلونو راهیسې د ځايي زورواکانو او شورشي ډلو له خوا استخراج او قاچاقيږي. دغو ډلو په هر دور کې د دغو منابعو له قاچاق څخه په مستقیم یا په غیر مستقیم توګه خپلې ګټې ترلاسه کړي دي.
دويچه ويله د/م.ک.ص./ا.ا.
د کانونو پر موضوع زموږ له آرشیف څخه یوه وېډیو وګورئ: